د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ سیالۍ راتلونکې پنجشنبه پېلیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د درې شل اوریزو، پنځه یو ورځنیو او یوازینۍ ټيسټ سیالۍ سیریز راتلونکې پنجشنبه د هند په دهرادون ښار کې پېل کیږي.

دواړو لوبډلو د یاد سیریز دریواړه فارمیټو سیالیو لپاره لوبډلې اعلان کړي دي، افغان لوبډله هند کې تمرینات ترسره کوي خو ایرلینډ لوبډله اوسمهال په څلور ملکې سیریز کې د سکاټلینډ، هالینډ او عمان لوبډلو سره پر سیالیو بوخته ده.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لوبې به د فبروري میاشتې په ۲۱مه نېټه پېل کیږي او د مارچ میاشتې تر ۱۹مې نېټې به دوام وکړي، دا به لومړی وار وي چې دواړه لوبډلې په ټیسټ سیالۍ کې مخامخ کیږي.

له دې وړاندې افغانستان د هند لوبډلې پر وړاندې او ایرلینډ د پاکستان لوبډلې پر وړاندې خپلې لومړۍ ټیسټ سیالۍ ترسره کړي چې د دواړو په ماتې پای ته رسیدلي دي.

لومړی به د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو سیریز په ۲۱-۲۳ او ۲۴ نېټه ترسره کیږي، دغه سیالۍ به د افغانستان پر وخت د ماښام په ۵:۳۰ بجې پېل کیږي.

بیا د یو ورځنیو سیالیو سیریز په ۲۸- ۲- ۵- ۸ او ۱۰مه نېټه ترسره کیږي، دغه سیالۍ به د افغانستان پر وخت د ماسپښين په ۲:۰۰ بجې پېل کیږي، دا ډول به یوازینۍ ټیسټ سیالۍ په ۱۵مه نېټه پېل کیږي، دا ټولې سیالۍ به د هند په دهرادون ښار راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د