امریکا ۱۴۰۰ عسکر له افغانستانه وباسي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د پنټاګون لوی درستیز جوزیف ووټل وايي ښايي خپل ۱۴۰۰جګړه مار له افغانستانه خپلو کورونو ته ور وغواړي.

رویټرز د هغه له قوله وايي، چې د دې عسکرو ایستل په افغانستان کې د مېشتو بهرنیانو د قومندان سکاټ مېلر د پلان یوه برخه ده.

هغه ویلي مېلر پر دې تمرکز لري چې څنګه کولی شي فعالیت يې هم اغېزمن او سپما هم وکړي.

د مسکو تېره ناسته کې چې د سیاسي څېرو او طالب استازیو تر منځ وشوه، د طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړي رسنیو ته وویل امریکایانو ورسره منلې چې تر اپرېل میاشتې به نیمايي عسکر وباسي.

په ورته وخت کې د امریکا ان پي ار راډيو هغو اسنادو ته لاس رسی موندلی، چې امریکايي چارواکي يې په کابل کې د خپل سفارت د غړو کمولو په اړه څېړنې کوي.

په دغو اسنادو کې راغلي، چې په تولې نړۍ کې د امریکايي سفارتونو په پرتله په افغانستان کې د امریکايي سفارت د غړو شمېر دوه چنده زيات دی او د عراق پلازمېنې بغداد کې هم د امریکا سفارت څخه په کابل کې د امریکايي سفارت د کارکوونکو شمېر ۳۵ چنده زيات دی.

ان پي ار راډيو د بهرنيو چارو د وزير مايک له قوله ليکلي، چې کابل کې د امريکايي سفارت د کارکوونکو شمېر بايد راښکته شي.

په همدې حال کې د پنټاګون سرپرست وزیر ویلي، دوی به په یوازې سر له افغانستانه پښې سپکې نه کړي، بلکې د جګړې له شریکانو سره به په مشوره روان وي.

تر دې وړاندې د ایټالیا دفاع وزارت ویلي، چې روان کال کې به خپل ټول عسکر چې شمېر يې نږدې زرو تنو ته رسېږي، له افغانستانه وباسي، چې د هغه هېواد پارلمان يې هم هرکلی کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د