روغتیا

ایا د شین چای زیات استعمال روغتیا ته زیانمن ثابتیږي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): شین چای نږدې د نړۍ په هره برخه کې موندل کیږي او بې شمېره ګټې لري، بدن کې د کولیسترول کچه کنترولوي، رګونو کې د وینې جریان غوره کوي چې ورسره د زړه روغتیا ساتنه کیږي،  د وزن په کمولو کې مرسته کوي، او له بدن څخه کالوریز له منځه وړي.

دا ډول پوهان وایي چې د شین چای کڅوړه «ټي بیګ» لمده کړئ بیا یې د پنځلس دقیقو لپاره پر پټو سترګو کیږدئ د سترګو پړسوب او خارښ له منځه وړي.

خو ایا شین چای د روغتیا لپاره زیانمن کیږي؟

د پيغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث مبارک دی چې غوره کارونه منځني وي، یعنې په هر شي کې باید له اعتدال او منځګړيتوب څخه کار واخیستل شي، باید د چای په استعمال کې هم له منځګړیتوب کار واخیستل شي.

د کافي په څېر شین چای کې هم په لوړه کچه کافیین موندل کیږي، په عام ډول د کافیین نورمال استعمال ګټور دی خو که زیات استعمال شي روغتیا ته په ستره کچه زیان رسوي.

په یوه ورځ کې د دوه یا درې پيالو شین چای استعمال نورمال دی او هم ګټور ثابتیږي، خو که استعمال یې ددې څخه زیات شي روغتیا زیانمنوي، د شین چای په دانو کې «الومینیم» ماده موندل کیږي چې په ډيروالي سره د اعصابو ناروغیو لامل کیږي.

که څوک شین چای زیات څښي د هغوی د زړه درزا چټکه وي چې له کبله یې ځينې وخت د وینې فشار لوړیږي، سربېره پر دې د شین چای زیات استعمال سره انسان د ډار، سستۍ یا لټۍ، د بدن کمزورۍ، سردردۍ او د لوږې کمښت ښکار کیږي.

د شین چای زیات استعمال په معده کې تیزابیت زیاتوي، د قبض ستونزې هم رامنځته کوي ځکه چې دې سره د بدن داخلي برخه خوشکیږي او ځینې مهال قۍ او د زړه بدوالی هم راځي، پوهان وایي چې په نهاره شین چای څښلو سره د ځیګر ناروغي رامنځته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx