ټاکنې؛ لویه څارنوالۍ له لرې کړل شویو کمېشنرانو څېړنې پیلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): لویه څارنوالي وايي نن به د ټاکنیزو کمیسیونونو لرې کړل شوي کمېشنران د څېړنې او ګروېږنې مېز ته راکش کړي.

د لويې څارنوالۍ ویاند ازادي راډيو ته ويلي، دغه کسان به له وظیفوي صلاحیته د بدې استفادې اخیستو له امله وپوښتل شي.

محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د یو فرمان له مخې د ټاکنیزو کمیسیونونو مسؤلین او کمېشنران له دندو لرې کړل، چې علت يې فساد او درغلۍ يې په ګوته شوې دي.

که څه هم لرې کړل شویو کمېشنرانو پر دوی لګېدلي تورونه ناسم بللي، خو شنونکي انډېښنه ښيي چې دا د حکومت له لوري پر دې اعتراف دی چې د ولسي جرګې د ټاکنو ټېره پروسه بې اعتباره او مشروعیت نه لري.

څو ورځې وړاندې ارګ دا هم وویل چې ډېر ژر به نوي کمېشنران وګماري او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به هغوی مدیریت کړي.

یاده دې وي د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پوره پایلې لا هم اعلان شوې نه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د