د طالب مرکچي پلاوي غړي

طالبان: «زموږ مبارزه د چا د احسان پوره وړې نه ده!»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي روانه مبارزه چې مقابل لوری يې په پایله کې د خبرو مېز ته را کش کړی، د هیچا د احسان پورې وړې نه ده.

د دوی اشاره په دې وروستیو کې د حکومتي سرچینو په حواله هغوی څرګندونو ته ده، چې طالبان د سیمې د ځينو هېوادونو په همکارۍ تورونوي.

طالبانو ویلي دا ډول تبلیغات یوازې د دښمن د اعتیاد له امله دي، چې پر هم دې ډول «پروپاګند» معتاد شوی، خو اعتبار نه لري.

طالبانو «د ورځې خبره» خپره کړې تبصره کې ویلي، د سیاسي هلو ځلو لپاره د یو مطرح اړخ په توګه د سیمې له هېوادونو سره ډيپلوماټيکي اړيکي پالي، چې هیڅکله د پوځي مرستو په نوم نه‌شي تبلغېدلی.

«داسمه ده چې اسلامي امارت په سیمه، ګاونډ او نړۍ کې له بیلابیلو هیوادونو سره ډپلوماټیک روابط لري، په مختلفو ناستو او نړیوالو کنفرانسونوکې یې ګډون کړی، خپله داعیه یې روښانه کړې، د ګران هیواد د خپلواکۍ او د افغان ولس د سوکالۍ په موخه یې سیاسي هلې ځلې جاري ساتلي دي.» خو «هیڅ هېواد د اسلامي امارت پوځي اومالي ملاتړ نه کوي.»

دوی د اتلس کلنې مبارزې پر ضد د مخالف اړخ تبلیغات بې اعتباره بللي، په وینا يې «دښمن په درواغو او تش پروپاګند د اعتیاد له امله خپل اعتبار بایللی دی.»

یاده دې وي مسکو کې له سیاسي څېرو سره د طالبانو ناستې محمد اشرف غني ملګرو ملتونو په ګیله کولو اړ کړ او د سولې له دعوې سره سره یې غوښتنه کړې وه، چې طالب استازیو ته باید د سفر اجازه ور نه کړل شي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

په څومره بی شرمی دا خبری کوي، د کوبټی او پیښور شورا ګانی مو په پاکستان کی فعالی دي، د جمن د سیمی ترننګ سنترونه خو لا مه یاده وه. له کلیوالو نه وپوښتی چی د طالبانو ډلی چی ستاسو کلیو ته درځی او په زوره پر تاسو ډوډی خوری په دوی کی څوک دی. اکثرآ پنجابیان. کورونه مو په پاکستان کی دي، هلته تغذیه کیږی او نور لکه قطر، متحده عرب، عربی ### او د ترورستانو حمایت ګر دا ټول تاسو سره مرسته کوي. د ایرانیانو او روسانو مرستی خو پر ځای پریګده. الله مو خوار کړه په داسیو… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

لونګه، که چيري زه د نن تکي اسيا دپاڼي د نشرشرايط مراعت نکړم، نو به مي داسي سپکي، سپوري درته ويلي واي چه بيا دپه ژوند کي خپلي سترګي نوي پورته کړي. زه په پوره باور سره ويلي شم، چه ته دخلکيانو، پرچميانو اوياهم ددالريانو له ډلي ځخه ئي او په همدي دليل دمسلمانانو سره دښمني لري او هميشه ناوړه تبليغات کوي. زه فکر کوم، چه په يوه ډيره بداخلاقه کورني کي لوي شوي ئي. نو اوس ددخپل پلار ځخه پوښتنه وکړه ،چه هغوي څومره سپګي لري، بيغيرت انسانه. کاروان

جميل
میلمه
جميل

د طالبانو مبارزه د دوی د خالق د احسان پوروړی ده ، د دوی مبارزه د موئمن او غيرتی ولس د احسان پوروړی ده ، خلص د هر هغه چا د احسان پوروړی ده چی دوی ته يی دعا کړی ده او په نيکو يی ياد کړی دی .
محمد رسول الله(ص) خواست کاوه چی : الهی(ج) منافق ته توفيق ورنکړی چی پر ما احسان وکړی .
طالبانو کرامو ته بيا وايم چی : همداسی که اوسی چی ياست تل تر تله به بريالی ياست .
اِن شاءاللهُ تعالی

بسم الله ا
میلمه
بسم الله ا

کاروان صاحب ! د لونګ په خبرو خوا مه بدوه ، که بدقواره نه وی د شکلو ارزښت کمیږی که کم عقل نه وی د هوشیارانو هوشیاری به معنی ونه لری . که شپه نه وی د ورځی قدر او اهمیت په چاته کله په ګوته شی او ….. بله مهمه خبره دا چه : د میدیا نوی سلنه د نړیوال استعمار یا نړیوال کفر مالیکیت دی پاتی لس سلنه چه د نورو مالکیت دی د استعمار په رشوت چلیږی او د نن ټکی اسیا په شان د ګوتو به شمار خپلواکو پاڼو ته هم د لونګ او نورو په… نور لوستل »