دولتي عسکر له بهرني «همکار» سره

اجراییه ریاست له بهرنیانو وروسته د دولتي ځواکونو پر مورال تبصره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې ځينو لوېدیځو رسنیو خبر ورکړ، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د دولتي ځواکونو د ډله‌ییزو تېښتو امکان موجود دی.

تازه د امریکا د پوځ مرکزي قومندان جوزف ووټل ویلي، چې شاوخوا ۱۴۰۰ عسکر به له افغانستانه وباسي.

که څه هم د دې عسکرو د ایستلو دقیق وخت نه دی په ډاګه شوی، خو اجراییه ریاست ویلي د بهرنیانو وتل به د هغوی د روزل شویو دولتي عسکرو پر روحیه کوم اغېز ونه لري.

د دې ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون وايي، امریکا «حق» لري چې هر وخت وغواړي له افغانستانه خپل پوځونه ایستلی شي.

هغه ازادي راډیو ته ویلي، د دې تر زرو ډېرو عسکرو ایستل کېدل به د دولتي عسکرو په روحیه کوم تاثیر ونه لري.

که څه هم هغه د مورال د نه ټيټېدو ټینګار کوي، خو زیاتوي مهمه دا ده چې امریکا ورسره مرسته وکړي او د جګړې په ډګر کې د خپلو روزل شویو عسکرو ښه تجهیز وکړي.

تېر کال همدې ورځو کې محمد اشرف غني له یوه بهرني تلویزون سره خبرو کې منلې وه، چې له بهرنیانو پرته به يې حکومت د شپږو میاشتو د دوام توان هم ونه لري.

څو ورځې وړاندې هم نیویارک ټایمز د هغه لیک جزییات خپاره کړل، چې محمد اشرف غني پکې له ټرمپ نه د عسکرو د نه ایستلو هیله کړې وه او وړاندیز يې ورته کړی و، چې که يې له لګښتونو وېره لري دوی به ورسره لاس یوسي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د