
کندهار کې دوه دولتي قومندانان وژل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): په کندهار ولايت کې د نامعلومو وسله والو له لوري دوه تنه دولتي قومندانان په دوو بيلابيلو بريدونو کې وژل شوي دي.
له سيمې نه راپورونه وايي چې نن غرمه مهال په نږدې وختونو کې د سور داود او د وزير په نامه دوه تنه دولتي قومندانان د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوي دي.
لومړی بريد د کندهار ښار دريمې حوزې اړوند د شين غزي اصحابي په سيمه کې د قومندان سور داود په موټر شوی دی چې قومندان دواد په کې وژل شوی او موټر چلونکی يې ټپي دی.
سور داود د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د یوې پوستې قومندان و چې په سيمه کې د ولسي خلکو په ځورولو هم تورن و.
بل لور ته د کندهار ولايت اړوند د لومړۍ حوزې له مدد څلور لارې سره د وزير په نامه يو قومندان چې د څلورمې حوزې د لرګيو د کنج د پوستې قومندان و وژل شوی دی.
تر اوسه ددې دواړو بريدونو مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د کندهار ښار په بيلابیلو برخو کې دولتي کارکوونکي په نښه کيږي چې دا لړۍ په دې وروستيو کې تيزه شوې ده.