د ګناه د بيا کولو له وېري توبه نه کښل «پنځمه برخه»

عبدالمالک همت

ځيني ګنهکار انسانان غواړي چي توبه وکاږي، خو دا کار له دې بيري نه کوئ چي بيا به ګناه ځني تر سره سي. چي دا يوه تېروتنه ده. ګنهکار بايد هر څه ژر توبه وکاږي. ځکه ده ته څه معلومه ده که خداى مکړه ناببره مرګ ورته راغى، بيا خونو افسوس او ارمان هيڅ ګټه نه کوي. که څوک توبه وکاږي او بيا خداى دي نه کوي ګناه ځني وسي بيادي پر هغې هم توبه وکاږي. لوى څښتن نه دا چي پر دغسي بيا بيا توبه کښلو په غوسه کيږي، بلکي خوشاله کيږي. په دې هکله د رسول الله دې حديث ته پام وکړئ:

« إِنَّ عَبْدًا أَصَابَ ذَنْبًا وَرُبَّمَا قَالَ أَذْنَبَ ذَنْبًا فَقَالَ رَبِّ أَذْنَبْتُ وَرُبَّمَا قَالَ أَصَبْتُ فَاغْفِرْ لِي فَقَالَ رَبُّهُ أَعَلِمَ عَبْدِي أَنَّ لَهُ رَبًّا يَغْفِرُ الذَّنْبَ وَيَأْخُذُ بِهِ غَفَرْتُ لِعَبْدِي ثُمَّ مَكَثَ مَا شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ أَصَابَ ذَنْبًا أَوْ أَذْنَبَ ذَنْبًا فَقَالَ رَبِّ أَذْنَبْتُ أَوْ أَصَبْتُ آخَرَ فَاغْفِرْهُ فَقَالَ أَعَلِمَ عَبْدِي أَنَّ لَهُ رَبًّا يَغْفِرُ الذَّنْبَ وَيَأْخُذُ بِهِ غَفَرْتُ لِعَبْدِي ثُمَّ مَكَثَ مَا شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ أَذْنَبَ ذَنْبًا وَرُبَّمَا قَالَ أَصَابَ ذَنْبًا قَالَ قَالَ رَبِّ أَصَبْتُ أَوْ قَالَ أَذْنَبْتُ آخَرَ فَاغْفِرْهُ لِي فَقَالَ أَعَلِمَ عَبْدِي أَنَّ لَهُ رَبًّا يَغْفِرُ الذَّنْبَ وَيَأْخُذُ بِهِ غَفَرْتُ لِعَبْدِي ثَلَاثًا فَلْيَعْمَلْ مَا شَاءَ » (صحيح البخاري، کتاب التوحيد، ٣٥باب (٧٥٠٧). او مسلم او مسند احمد.)

ژباړه: کله چي يو بنده ګناه وکړي، نو ووايي چي اى ربه ! ما ګناه وکړه، نو ما وبخښه ! نو د هغه رب عَزَّ وَجَلَّ ووايي : زما بنده پوهيږي چي هغه داسي يو رب لري چي هم ګناه بخښي او هم يې د ګناه په سبب نيسي ، ځکه نو ما خپل بنده وباخښه. بيا بنده تر دغومري مودې پوري چي د الله خوښه وي له ګناه څخه ډډه وکړي، خو بيا بله ګناه وکړي او بيا ووايي: اى ربه ! ما يوه بله ګناه وکړه، نو ما بيا وبخښه ! نو د هغه رب عَزَّ وَجَلَّ بيا ووايي : زما بنده پوهيږي چي هغه داسي يو رب لري چي هم ګناه بخښي او هم يې د ګناه په سبب نيسي، ځکه نو ما بيا خپل بنده وباخښه. بيا دغه بنده تر دغومري مودې پوري چي د الله خوښه وي له ګناه څخه ډډه وکړي، خو بيا دريم ځل ګناه وکړي او بيا ووايي: اى ربه ! ما يوه بله ګناه وکړه، نو ما بيا وبخښه ! نو د هغه رب عَزَّ وَجَلَّ بيا ووايي : زما بنده پوهيږي چي هغه داسي يو رب لري چي هم ګناه بخښي او هم يې د ګناه په سبب نيسي ، ځکه نو ما بيا خپل بنده د درېيم وار لپاره وباخښه. نو تر څو چي په ګناه اخته کيږي او ماته توبه کاږي زه يې توبه قبلوم.

د خلکو د خبرو له بيري توبه نه کښل :

د ځينو کسانو توبه کښل زړه غواړي او د تو بې ګټي او طريقه هم ور معلومه وي، خو د ځينو خلکو له خبرو او عيب لګولو څخه بيريږي او په وهم کي وي چي ماته په متشدد او وسواسي او داسي نورو ونه وايي. رشتيا هم زموږ په ټولنه کي داسي خلک سته چي پر يوه خوا سړى نه پرېږدي، که ګناه کوې وايي دا ګناهکار دى او که توبه کاږې وايي دا بيا له کومه دونه ښه سړى او زاهد سو. خو سمه خبره داده چي که کوم ګنهکار توبه کاږي د خلکو په خبرو پسي دي سر نه ګرځوي، ځکه د خلکو د خبرو له ويري توبه نه کښل سم کار نه دى، دى بايد له خدايه وويريږي، نه د خلکو له خبرو څخه بيا د توبه کوونکي له خوا د خلکو ناسمي خبري او رېدل د خداى له خوا يو ډول ازميښت دى . په دې توګه خداى تعالى دى امتحانوي چي آيا دى په خپله توبه کي رشتينى دى او که دروغجن. که په لومړيو وختونو کي د خلکو پر خبرو له صبر او حوصلې څخه کار واخلي، نه داچي توبه به يې د لوى څښتن په نزد رشتينې او قبوله سي او له دې امله به نېکمرغه سي، بلکي هغه خبري کوونکي به هم ده ته وګوري او هغه به هم توبه وکاږي.

هرڅوک بايد توبه وکاږي :

بې له پيغمبرانو چي له ګنهونو څخه پاک او معصوم دي، بل هيڅوک له ګناه څخه خالي نه دى. که څوک له ګنهونو څخه وژغورل سي ، نو د شيطان له وسوسوڅخه نه سي ژغورل کېدلاى. ځکه چي شيطان تل د انسان په تېرايستلو پسې دى او د خداى له ياده يې غافله کوي. له دې امله دى چي لوى څښتن سبحانه ټول مسلمانان په عامه توګه په توبه کښلو امر کړي دي، لکه چي فرمايي:

﴿ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (31) ﴾ [النور : ٣١]

ژباړه: او ای مومنانو! تاسي ټول الله ته توبه وکاږئ، په دې هيله چي (د هغو پر موندلو چي تاسي يې هيله لرئ) بری در په برخه سي (او له هغو وژغورل سئ چي ستاسي تره ځني کيږي اوځني وېرېږئ).

نو له دې څخه څرګنده سوه چي ټول وګړي په توبه کښلو امر سوي دي. البته هر يو په خپله کچه. لکه چي ځيني په ګنهونو کي غرق وي. ځينو طاعتونه تر سره کړي او د نارواوو يې ځانونه ژغورلي وي، مګر په مکروهاتو لګياوي او مستحبات يې پرې ايښي وي.

نو پر لومړۍ ډلي باندي توبه واجب ده، له دې امله چي پر خپلو ځانونو يې ظلم کړى دى، او لوى څښتن فرمايي:

﴿ قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (53) ﴾ [ الزمر : ٥٣]

ژباړه : ووايه (ای پيغمبره ! چي الله فرمايي): ” ای زما هغو بنده ګانو چي (په شرک او ګناهونو مو) پر خپلو ځانونو باندي تر حد تېری کړی دی ! د الله له لوريني (رحمت او ستاسي د ګناهونو لپاره د هغه له بخښني) څخه مه ناهيلي کېږئ. باور ولرئ چي الله (هغه چاته چي توبه وکاږي) ټول ګناهونه بخښي. په يقين سره هغه (د توبه کوونکو د ګناهونو) ډېر بخښونکى او خورا زيات لوروونکى دى.

ابن کثير رحمة الله عليه د دغه آيت په تفسير کي ليکي : لوى څښتن په دغه آيت کريمه کي ټولو ګنهکارانو ته کافر وي ، که بل څوک د توبې او رجوع لپاره بلنه او دعوت کړى دى. او همدا راز په دغه مبارک آيت کي ويل سوي دي چي الله تبارک وتعالى هغه چا ته چي توبه وکاږي ګردي ګناوي بخښي، هر څوني چي وي، که بېخي د سمندر د ځګ غوندي هم وي.

او پر دوهمه ډله توبه مستحب ده دا له دې امله چي مستحبات يې پرې ايښي دي. لکه چا چي سنن رواتب، د شپې قيامه، د تطوع صدقې ورکول پرې ايښي وي يايې مکروهات تر سره کړي وي، لکه په چپه لاس خوړل او څښل يا په ولاړي خوړل او داسي نور.

په اسلام کي د توبې ارزښت :

توبه د اسلام په سپېڅلي دين کي ستر ځاى او منزلت لري. ابن قيم رحمة الله عليه فرمايي : د توبې په نومونه کي اسلام، ايمان او احسان او نور ټول مقامات داخليږي. ځکه نو عالمانو ويلي دي چي له ګناه څخه توبه سمدستي واجب ده او د لوى څښتن په دې وينا استدلال کوي:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا ﴾[التحريم : ٨] ژباړه: اى مسلمانانو! الله ته په نصوح توبه سره (خالصانه ، د زړه له کومي او له پښېمانۍ څخه ډکه ) توبه وکاږئ.

دغه راز د لوى څښتن په دې وينا هم استدلال کوي:

﴿ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (31) ﴾ [النور : ٣١
د دې آيت ژباړه مخکي وسوه.

له دغو آيتونو څخه څرګنده سوه چي د لوى څښتن له خوا ټولو مومنانو ته د توبې د کښلو امر سوى دى، او اصل دادى چي امر سمدستي د وجوب لپاره وي. امام نووي رحمة الله عليه فرمايلي دي: د قرآن کريم، نبوي سنتو او د امت د اجماع ټول د لايل د توبې وجوب جوتوي. ابن قيم رحمة الله عليه د پورتني آيت په اړه فرمايي: دا آيت مدني دى او په مدني سوره کي راغلى دى او لوى څښتن په هغه کي مومنان او خپل غوره بنده ګان مخاطب کړي دي چي تر ايمان راوړلو، صبر کولو، هجرت او جهاد وروسته الله جل جلاله ته توبه وباسي او بيا يې ژغورنه او برى په توبه معلق کړى او تړلى دى او دا خبره يې پکښي ښوولې يې ده چي پر دغو ټولو ښو کارونو سر بېره چي کله تاسي توبه وکاږئ، نو هيله ده چي وژغورل سئ ، نو له دې څخه څرګنده سوه چي د ژغوني هيله او اميد بايد توبه کوونکي وکړي.

دغه راز لوى څښتن فرمايي:

﴿وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (11) ﴾[الحجرات : ١١]

ژباړه: او هغه کسان چي (له ګناهونو څخه) توبه ونه کاږي، هغوی پر خپلو ځانونو باندي ظلم کوي (، ځکه د دغسي ګناهونو د کولو له امله ځانونه هلاکت ته برابروي).‏

په دې آيت کي د لوى څښتن بنده ګان پر دوو ډلو توبه کوونکو او ظالمانو باندي وېشل سوي دي. او هغه څوک چي توبه ونه کاږي د ظالم نوم ورته ايښوول سوى دى. څنګه چي دا خبره څرګنده سوه، نو بايد پوه سو چي توبه د لوى څښتن لور ته د لارويانو په لار کي يو ستر پړاو دى ، نو چي څوک غواړي چي د صالحانو د کاروان سره يو ځاى سي او د پيغمبرانو ملګرى غوره کړي، نو دي د دوى غوندي کړنه وکړي.

لوى څښتن فرمايي:

﴿ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا (69) ﴾[النساء : ٦٩] ژباړه: او څوک چي د الله (احکامو او امرونو) او (د هغه) د پيغمبر (محمد صلى الله عيه وسلم) لارښوونو ته غاړه کښېږدي (ويې مني او پلي يې کړي)، نو (د ستر قدر او عزت څښتنان به وي او د قيامت په ورځ به جنت ته ځي او) د هغو خلکو سره به اوسي (او ملګري به يې وي) چي الله (په جنت سره) پېرزوينه پر کړې ده، دغه خلک پيغمبران او (هغه) صديقين (دي چي تصديق يې د پيغمبرانو پر لارښوونو د اعتقاد، ويناوو او کړنو له مخي بشپړ سوي دى) او (د الله په لار کي) شهيدان (دي) او (مومن) صالحين دى. او دا (خلک چي د چا سره په جنت کي وي څونه ښه خوند کوي او ) څونه ښه ملګري دي؟

الهي له دغو کسانو له ملګروڅخه مو وګرځوې!
(نور بيا)

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

آمين يا رب العلمين
هر څوک به له هغه سره وی چی پر ګران وی
الهی (ج) مونږ هم ورسره يوځای کړی