کشمير: د سرتيري بريد په سر د هندي او پاکستاني چارواکو ناندرۍ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د تيرې چهارشنبې په ورځ ناوخته د هند تر ولکې لاندې کشمير کې په هندي پوليسو سرتيری بريد وشو چې په نتيجه کې يې ۳۰ تنه پوليس ووژل شول او څو نور ټپيان شول.

ددې بريد مسؤليت په پاکستان کې د مولانا مسعود اظهر په مشرۍ د جيش محمد ډلې په غاړه واخيست خو پاکستاني چارواکو د بريد په اړه خواشيني وښودله.

له چاودنې وروسته هندي چارواکو وويل چې په بريد کې د پاکستان حکومت لاس لري او دا بريد د پاکستان د حکومت په خوښه پلان شوی دی او د جيش محمد په نامه ډلې ترسره کړی دی.

د هندوستان دې ادعا ته په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي چې که د ياد بريد په اړه له هندوستان حکومت سره ثبوتونه وي نو له دوی سره دې شريک کړي او زياته کړې يې ده چې که ثبوتونه وړاندې شي نو پاکستان به د هغه وسله والو په ضد عمليات وکړي چې په هندي کشمير کې يې په پوليسو سرتيری بريد کې لاس لرلی وي.

شاه محمود قريشي ويلي دي چې پاکستان نه يواځې دا چې دا بريد غندي مګر په دې اړه له هند سره د تورونو بريد ګرو په پيدا کولو کې مرسته کوي.

د يادونې وړ ده چې هند او پاکستان له ۱۹۴۷ ميلادی کال راهيسې د کشمير په سر له يو بل سره جنجالونه او مشکلات لري او وخت په وخت په دې سيمو کې د پاکستاني او هندي عسکرو ترمنځ جګړې رامنځته کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د