“روبن” څنګه په یوه قراني ایات مسلمان شو؟!

ژباړه: حیات پکتیاوال

استرالیاوی ځوان روبن خپله کیسه کوي او وایي:
ما دوه ځله قران کریم را اخیستی او لوستی

، د لومړي ځل لپاره مې چې کله قران کریم د تلاوت په هیله را پورته کړ، دغه ایات مخ ته راغلو چې:
(إِنَّ فِى خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلٰفِ الَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِى تَجْرِى فِى الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَآ أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَآءِ مِن مَّآءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيٰحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَآءِ وَالْأَرْضِ لَءَايٰتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ(بقره۱۶۴)

ژباړه:(ددې حقيقت پېژندني لپاره كه كومه نښه نښانه په كار ده، نو) د اسمانونو او ځمكي په جوړښت کي، يوه په بلي پسي د شپې او ورځي په پرله پسې راتګ کښي، په هغو بېړېو کښي چي د انسانانو د ګټي وړ شيانو د وړلو راوړلو لپاره په سيندونو او سمندرونو کښي ګرځي راګرځي، د باران په هغو اوبو کښي چي الله یې له پاسه را اوروي او د هغو په وسيله ځمكه ژوندۍ كوي او په خپل دغه انتظام سره یې په ځمكه کښي هر راز ساه كښان خواره کړيدي، د بادونو په لګېدو کښي او په هغو ورېځو کښي چي د اسمان او ځمكي په منځ کښي د امر ښكيل دي؛ د هغو خلكو لپاره بې شمېره نښانې دي چي د پوهي څخه كار اخلي.

که څه هم د نویو مسلمان شویو د ایمان راولو کیسې سره توپیر لري، خو له دې سره سره په ځینو نکتو او ځایونو کې یو او مشترک دي، او هغه داچې هغوی له خپل تیر ژوند څخه په تېښته او د ژغورنې په لټه کې دي، ځکه د هریو د اسلام راوړلو کیسې هم مختلفي دي، د یوه له غمه د بل له ښادي او…..

نوی مسلمان شوی ځوان‌”روبن” په طنزیه لهجه(چې خپله دې طنزیه لهجه کې معنویت او عبرت نغښتی) د خپل د اسلام راوړو په اړه داسې وایی:
زه د اسټرالیا د ملبورن د ښار په یوه کلیواله سیمه کې مور او پلار کافر زیږولی یم، په داسې حال کې چې زما مور او پلار په عیسویت کې را لوی شوي ول، او کلیسا ته په ورتګ به د زور له لارې اړکېدل، هغوی کلیسا ته له ورتګ څخه کرکه کوله، له همدې امله یې تل ماته ویل چې اخرت نشته، تر مرګ وروسته ژوند او خدای هیڅ حقیقت نه لري او دا ټولې خیالي کېسې دي.

روبن د خپل غوره ژوند پیل له پوهنتون څخه کوي او وایي:

زما د اسلام راوړلو کېسه د پوهنتون د لومړي کال څخه پیل شوه، په هغه کال زه له ډیرو ستونزو سره مخ شوم، پلار او مور له ما څخه بیل شول، او یوازي په یوه اونۍ کې دوه ځله له ترافیکي پېښې سره مخ شوم، له بده مرغه په همغه کال مې یو ملګری هم له لاسه ورکړ؛ له همدې ځایه را سره پوښتنه پیدا شوه چې: د ژوند موخه څه او د څه لپاره؟

دې پوښتنې دېته اړ کړم تر څو یوه سپیڅلې څیړنه وکړم.

روبن وایی:

ستنونزو کې ښکیل کسان دوه ډوله دي یو ډول خلک هرڅه او ستونزې خپلي عقیدي ته سپاري، او دویم ډول خلک بیا په څیړنو سره د ستونزو لاملونه او ریښو ته ځان رسوی او د ستونزو څخه د وتو لارې چارې لټوي، روبن دویمه لار غوره کوي او په همدې تکل د دینونو د څیړنو په پایله کې خپله څیړنه له عیسوي دین څخه پیلوي.

روبن وایی: د عیسویت مرکز ته لاړم، د عیسویت مختلف ډوله ډلې مې وڅېړلې خو کومې پایلې ته ونه رسیدم، ځکه زه به چې کله یوه عیسوی عالم ته ورغلم او پوښتنه به مې ورڅخه وکړه، هغوی هیڅکله هم زما پوښتنه له مقدس کتاب څخه ځواب نه کړه چې ستا د پوښتنې ځواب دا دی په دې ځای( دکتاب) کې دی، بلکې هریوه به د خپل نظر مطابق ځوابوله، له همدې ځای پوه شوم چې د عیسویت په اړه هر عیسوي عالم بیل تعبیر او تفسیر لري.

“روبن” د خپلو څیړنو په ترڅ کې هندویزم، یهودیت او بودانیزم ته ورځي او وایي:

د پوهنتون لومړۍ کال می و، د زدکړو تر څنګ مې له یوه هندی ملګري سره (چې په مذهب هم هندی و) د یو څه وخت لپاره د ګازو شرکت کې کار هم کاو، د هندي ملګري مذهب راته د منلو وړ نه و، په بودای او یهودیت کې مې هم د خپلو پوښتنو ځواب ونه موند.

روبن څنګه له اسلام سره اشنا شو؟

تر ټولو جالبه دا ده چې د روبن ذهن کې اسلام، یوه عیسوی ملګری یې کیناوه.

روبن وایی:

د عیسویت، یهودیت، هندونیزم او بودانیزم تر څیړلو وروسته یوه عیسوی ملګري راته وویل: ایا د اسلام په اړه دې هم څیړنه کړې؟

د دې په اورېدو سره مې ذهن ته ترهګر راغلل او له ځان سره مې وویل: هغه د تروریستانو دین دی او هیڅکله به د هغوی لور ته ور نه شم، تر دې چې ومې ویل: مسلمانان لیونیان دي (په کوم دلیل دوی دا دین انتخاب او غوره کړای دی او) په کوم دلیل په دې اړه فکر وکړم.

روبن د خپلو خبرو په ترڅ کې وایي:

خو له نیکه مرغه یوه ورځ جومات ته لاړم، دلته غرب کې چې د اسلام په اړه کوم زهرجن تبلیغات کیږي او مسلمانان تروریستان معرفی کوي زما په څیر ډیر ځوانان اسلام د ترهګرۍ او د وېرې د دین په توګه پژني، خو زما پر مخ د الله(جل جلاله) د رحمت دروازې پرانستې وې، جومات ته له بوټو سره ننوتم، د جومات په فرش له بوټو سره روان وم، یو کس چې په لمانځه ولاړ و، سجدې ته د کښته کېدو په حال کې و چې زما بوټونه یې په سر ولږېدل، زه نه پوهیدم چې څه وکړم، په همدې وخت کې هغه کس( تر لمانځه وروسته) زما پر لور را روان شو، ما له ځانه سره وویل: دا دې د ژوند وروستۍ ورځ ده، او دا(ترهګر) مسلمان دې وژني؛ هغه کس ماته را نږدې شو، له نیکه مرغه تر ټولو لومړنۍ خبرې او الفاظ یې چې د هغه مسلمان له خولې او ژبې را

ووتل دا ول:

ملګریه ورځ مو نیکمرغه!

څنګه یې؟ او داسې نور د مینې الفاظ او پوښتنې….

د مسلمان له دې نرمښت او اخلاقو زیات متاثره شوم، له همدې ځایه مې د مسلمانانو په اړه منفي نظر په مثبت لور بدلون وموند او خپلې پوښتنې مې له دوی سره ګډې کړې.

روبن وایي: کله چې جومات کې له یاد او نورو مسلمانو ملګرو سره کیناستم، او هغه پوښتنې چې له عیسوی پاپانو او عالمانو مې کړې وې له دوی څخه وکړې، د دې په ځای چې زما د پوښتنې ځواب دوی(مسلمانان) د خپل د نظر څخه راکړي برعکس، ماته به یې وویل چې د قران کریم په دغه ځای کې ستا د پوښتنې ځواب دی، کله به مې چې د قران هغه ایات ولوست، زما د پوښتنې ځواب به یې ډیر په عیجب شکل سره ځواب کړی و.

د پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) تل پاتې معجزه په روبن خپله اغیزه ښیندي او وایي:
ما د قران په تلاوت پیل وکړ، زه متوجه شوم چې د قران کریم لوستل د یوې کیسې د لوستلو په څیر نه ده، بلکې دلته ماته څوک فرمان او حکم راکوي، او یو څوک ماته هدایت او لارښونه کوي.

د اسلام لوړتیا او سپیڅلتیا روبن د اسلام په دین قانع کوي او وایي:

د اسلام د معنویت او علمي حقانیت په اړه مې تحقیق کاوه، داچې( قران کې)غرونه پر ځمکه د میخونو په څیر توصیف شوی ول او د مور په خېټه کې د ماشوم(جنین) په اړه څه راغلی ول، د هغه په اړه مې علمي تحقیقات او څیړنې بشپړې کړې او راته مالوم ول، یوازي مې یو کوچنۍ هیله پاتې او درلوده.

یوه شپه مې ځان ته معنوی فضا جوړه کړه، د کوټې کړکۍ مې پرانستلې، پردې مې یوخوا او بل خوا کړې، کوټه کې مې شمع بله کړه، او هڅه مې وکړه تر څو یو معنوي حس او سکون تر لاسه کړم، او له ځان سره مې وویل: نن برخلیک ټاکونکې ورځ ده، خلک ویده ول،د ارام او سکون څادر په فضا غوړېدلی و، ما قران تلاوت کاوه، ودرېدم او ومې ویل: یاالله(جل جلاله) دا شیبه زما لپاره ټاکونکې ده، غواړم اسلام ته داخل شم خو یو شئ ته اړتیا لرم، او هغه داچې یوه نښه ماته راولیږه، یوه کوچنۍ نښه لکه: یوه وړانګه او بریښنا، الله(جل جلاله) ته مې وویل: تاسو چې ځمکه پیدا کړې له هغه سره مې کار نشته، ماته یوه نښه راولیږه چې مسلمان شم، ما انتظار کاوه لکه د سینما فلم کې چې له ځمکې څخه شمعه څلور متره را پورته شي خو پایله ونه لري، حالت مې خراب شو، کیناستم او ومې ویل: دا یو ښه فرصت دی، یاالله(جل جلاله) زه له دې ځای څخه نه ځم، همدلته ناست یم، تر څو یوه نښه راته څرګنده کړې، بیا هم تاسو ته وخت درکوم کېدای شي تاسو دا دومره نړۍ پریشانه او بوخت کړی وی.

روبن وایي: خو بیا هم هیڅ ونه شول، ما هم له ځانه سره وویل: کار خلاص شو، او د اسلام راوړلو وروستی فرصت مې هم له لاسه ورکړ.

خو د هغه د فکر په خلاف ( چې روبن کړی و) الله(جل جلاله) د هغه د اسلام راوړلو لپاره د مخه داسې معجزه تیاره کړې وه چې یوازي تر ده پورې ځانګړې نه وه، هغه معجزه چې یوازی د روبن د بدولون سبب نه بلکې د هغه د خجالت سبب هم شوه، روبن وایي:

د دویم ځل لپاره مې قران کریم ته لاس کړ او په تلاوت مې پیل وکړ، او دا ایات مخ ته راغلو چې:

(إِنَّ فِى خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلٰفِ الَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِى تَجْرِى فِى الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَآ أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَآءِ مِن مَّآءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيٰحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَآءِ وَالْأَرْضِ لَءَايٰتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ(بقره)

ژباړه(ددې حقيقت پېژندني لپاره كه كومه نښه نښانه په كار ده، نو) د اسمانونو او ځمكي په جوړښت کي، يوه په بلي پسي د شپې او ورځي په پرله پسې راتګ کښي، په هغو بېړېو کښي چي د انسانانو د ګټي وړ شيانو د وړلو راوړلو لپاره په سيندونو او سمندرونو کښي ګرځي راګرځي، د باران په هغو اوبو کښي چي الله یې له پاسه را اوروي او د هغو په وسيله ځمكه ژوندۍ كوي او په خپل دغه انتظام سره یې په ځمكه کښي هر راز ساه كښان خواره کړيدي، د بادونو په لګېدو کښي او په هغو ورېځو کښي چي د اسمان او ځمكي په منځ کښي د امر ښكيل دي؛ د هغو خلكو لپاره بې شمېره نښانې دي چي د پوهي څخه كار اخلي.

د ایات په تلاوت سره مې ټول بدن کې ډار او وېرې ځای ونیو، سر مې بستره کې پټ کړ او ویده شوم، داچې زما باور(د الله به وحدانیت) نه کېده او د ځان لپاره مې نښې غوښتلې دا ټول د تکبر او غرور لامل و، ځکه د ځمکې او څه چې په ځمکه کې( الله[جل جلاله)پیدا کړي دا ټول د الله(جل جلاله) نښې او موږ ته ښکاره دلایل دي.

روبن چې شپږ میاشتې یې د اسلام په اړه څیړنه کړې وه، د یوه ایات په تلاوت او په هغه کې د فکر او تدبر څخه وروسته د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شو، او روبن کې د اسلام سپیڅلي دین دومره اغیزه او بدلون را منځ ته کړ چې حتی د روبن بې دینه کورنۍ یې هم تر خپلې اغیزې لاندې راوسته.

روبن اوس ابوبکر نومیږي او د زدکړو تر څنګ په اسلامي دعوت او بلنه کې خپل د خوښۍ څخه ډک ژوند پر مخ وړي، اوس د تیر په څیر له غمونو او اندیښنو سره مخ نه دی ځکه په ټوله مانا یې دین ته غاړه ایښې.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حکیمي
میلمه
حکیمي

مننه خوندوره قیصه وه
خوښ اوسې

سردار
میلمه
سردار

گرانه وروره قیصه دی دیره اوژده اوتر اخره یئ دلوستلو خوصله دبی مالگی عذا په شان ممکنه نه وه ، ته وای دهعو مسلما نا نو قیصی نه خپروی چی دعیسویت اونورو دینو ته زی همدعه رقم ببولا لی وای چی ی اکثر دعه دول خلک د شخصی مجبوریتو ، نشو او په خپله تولنه کی دنظره عورزول شوی کس په دول بدین ته زی او بس اوهر دول نوری ببو لا لی دستا عوندی حلکو دعقل دلا لت گوی او بس.شلمم قرن دی او ببولالو او دمزهب په نوم سیاسی تجارت په مهذبه او رسیدلو انسانی تولنو کی دلچسپی… نور لوستل »