نظــر

طالبان د پاکستان خلک دي؟!

محمد آصف آزاد

د هېواد وروستۍ څو لسیزې د خونړیو انقلابونو او بدلونونو لسیزې دي. په انقلاب پسې انقلاب دی. په جګړه پسې جګړه ده. او په نظام پسې یو بل نوی نظام. دا بدلونونه خونړي او بربادونکي ځکه ول؛ چې سرچینه یې د دښمن له کوره وه. څوک له مسکوه خړوبېدل، څوک له اسلام اباده او څوک هم له واشنګټنه. ځینې یې تیار له مسکوه پاچاهان را وارد کړای شول، د ځینو ترمنځ یې اسلام اباد کې وېش وکړل شو او څوک له واشنګټنه د پردیو لښکرو، د پردیو ټانګونو او د پردیو تیارو په زور و زر تر ارګه ورسېدل. د هېواد او ولس د نجات او سوکالۍ لپاره نه؛ بلکې د لا ډېرې بربادۍ، دربدرۍ او د نورو د غلامۍ لپاره. د طالب پاڅون یواځینی هغه پاڅون و چې زموږ له خړو پړو کلیو، خړو پړو جوماتونو او خړو پړو مدرسو څخه یې سرچینه واخیسته. نه په مسکو کې طرحه شول، نه په واشنګټن او نه هم په اسلام اباد کې. د طالب پاڅون د همدې خوارو ولسونو له منځه و او د همدې خوارو ولسونو د نجات پاڅون و. هغه پاڅون و چې د دې هېواد د تجزیه کوونکو ارمانونه یې خوب و خیال کړل. هغه پاڅون و چې د لوټمارۍ او د اقتدار د خپل منځي جګړه یې له منځه یووړه. هغه پاڅون و چې د کلونو جګړو او بدمرغیو ځپلي مړ ژواندي ولس ته یې د ژوند هیله ورکړه. داسې پاڅون چې دښمن هم د نجات پریښتې ګڼلې، خو کله یې چې واک په خطر کې شو، نو بیا یې له امریکایانو غوښتل چې غټ غټ بمونه پرې واچوي. داسې پاڅون چې د هېواد د تورو دښمنانو تورې فتنې او دسیسې یې شنډې کړې. او داسې پاڅون چې هېواد یې له فنا کېدونکې کندې ته له ور لوېدو وژغوره.

اوس چې همدا طالب د هېواد د ازادۍ په جګړه بوخت دی. دښمن یې د پاکستان خلک بولي!

خو ایا دا ادعا سمه ده که پوچ تور و تهمت دی؟! طالب رښتیا هم د پاکستان سړی دی؟!

په دې اوږده موده کې د دښمن لخوا پر طالب همدا د پنجابیت تور دی. د طالب جګړه د پاکستان جګړه بولي.

خو په دا دومره موده کې یې دښمن ونه کړای شول چې پر طالب د دغه تور لپاره کوم ثبوت وړاندې کړای شي. او نه هم دا تور بدل شو. دا به هم د طالب یو کرامت وبولو چې دښمن یې پر خلاف سره له اوږدې تبلیغاتي جګړې بیا هم ونه توانېد چې د طالب پر سپینه جامه کوم بل تور و اتهام ولګوي، چې یو څه دې وګړي پرې شکمن کړای شي. همدا د پنجابیت تور دی چې خپل ټول جنایتونه او وحشتونه پرې پټوي او د طالب مبارزه داغداره کوي!

همدا دښمن چې د طالب مبارزه د پاکستان لپاره بولي، خپله یې د سلګونه کورنیو او بهرنیو عسکرو او نړیوالو پوځي تړونونو سربېره په کیلومتره پاکستان رامخکې شو، تورخم کې يې دروازه جوړه کړه، اغزن سیم یې وغځاوه، کونړ یې سلګونه راکټونه وویشت؛ خو پر خلاف یې کوم غبرګون وښود؟!
د یوه ګوزار ځواب یې ورکړ؟!

همدې حکومت له ای اېس ای سره پټ تړونونه ونه کړل؟!

هغه طالب څنګه د پاکستان سړی وبولو چې په ټوله واکمنۍ کې یې همدا پاکستان یوه لوېشت هم د را مخته کېدو جرئت ونکړای شو.

پر ډیورنډ یې پاکستاني جنرالان داسې بې آبه کړل، چې په ټوله دوره کې یې بیا دې خواته په کږو هم را ونه کتلای شول.

جنرال طاقت په یوه تلویزیوني بحث کې وایي چې، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پاکستان حکومت پر ډیورنډ کرښه تاسیسات جوړول، چې طالبانو تر باجوړه وځغلول او هلته یې په تیږو ورته ولیکل چې زموږ دعوی تر جیلمه ده. نور به بیا ګورو. وای په هماغه وخت کې پاکستان غوښتل چې پر تورخم تاسیسات جوړ کړي چې تورخم یې په راکټونو ورته وویشت. او عبدالسلام راکټي یې بیا پولېټیکل سیخکار ته ورغلی و او تر څلورو پوستو سره یې را وتښتول او تر هغې یې خوشي هم نه کړل تر څو یې چې ټول شرایط ورته ونه منل.

د هغه طالب مبارزه څنګه د پاکستان لپاره وبولو چې همدې پاکستان طالب ته چې څومره زیان رسولی، که تر امریکا زیات نه وي، نو کم هم نه دی. همدې پاکستان یې مشران زندانیان، شهیدان او پر امریکا وپلورل.

دښمن ګرم نه دی، د طالب دښمن دی. اخر نو څه خو به یې پر خلاف وایي. دښمن یې دی، نو سپینه مامدینه خو یې نشي ویلی چې ووایي طالب د ازادۍ جنګیالی دی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

اصف اذاد صاحب ته.
دا چه تا د ثبوت غوښتنه په خپله لیکنه کی کړی ده ،نو ثبوت یی ،
کویټه شورا،پښاور شورا.او ##

مجاهد

د کابل غلامان، باداران او پاکستانیان د طالبانو په ضد یو دریز او یو محاذ لری او د میدیا اجیرانو ته دستور ورکوی چه طالبانو ته د پنجاب غلامان ونه وایو نو بل داسی تهمت خو نه شو پیدا کولای په کار دا ده چه طالبان په رسمیت وپيژنو او له هیواده یی کډی بار کړو . حیرانوونکی ده د کابل حکومت چه لمړی متفکر او دوهم متفکر یی د امریکا تابعه لری میرمنی یی عیسویانی او یهودانی دی او د امریکایانو سره د کارمل په شان په ټانکو سپاره راغلل وجدان نشته چه ووایی هغوی هم د امریکا غلامان… نور لوستل »

غمی،پښتین

مجاهد ته،
ټولو دولتی ،او غیر دولتی غلامانو .ټولو مسلمانانو هغوی چه کفر ته پناه وروړی،او هغوی چه پناه وروړی ده،د خپل سر سلامتی .او خپل رزق یی له کافر دجال څخه غوشتلی دی،
ټولو ته زما توصیه ده ،چه الله ج ښه رزق ورکونکی.او الله ج ښه ساتونکی دی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx