
رويټرز: د سعودي شهزاده پاکستان کې له طالبانو سره ګوري
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې وه چې د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان نن پاکستان ته سفر کړی وای خو تيره ورځ پاکستانيو رسنيو خبر ورکړ چې د نوموړي سفر ځنډېدلی دی او تمه ده چې نوموړی سبا اسلام اباد ته سفر وکړي.
رويټرز خبري اژانس د نوم نه ښودلو په شرط د يو پاکستاني لوړ پوړي چارواکي له خولې ليکلي دي چې تمه ده محمد بن سلمان په پاکستان کې د له طالبانو سره هم وګوري او د نوموړي د سفر يو ورځينی ځنډ هم د همدې له پاره دی.
طالبانو د تيرې چهارشنبې په ورځ وويل چې د روانې ميلادي مياشتې په ۱۸ مه نېټه د پاکستان له لومړي وزير عمران سره ګوري او په هغه هيواد کې د ميشتو افغان کډوالو او سوداګرو په ستونزو ورسره خبرې کوي.
د رويټرز خبري اژانس د معلوماتو له مخې په قطر کې د طالبانو سياسی دفتر ويلي دي چې تر اوسه له محمد بن سلمان سره د طالب پلاوي د ليدنې په اړه پرېکړه نه ده شوې.
بل لور ته د پاکستان او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارتونو د رويټرز خبري اژانس دا راپور رد کړی دی.