افغانستان

د ملي امنیت سلاکار: عسکر مو د پیسو لپاره جګړه نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې له محمد اشرف غني سره د مونیخ پر سفر تللی، د دې کنفرانس په څنډه کې ویلي، عسکر يې د پیسو لپاره جګړه نه کوي.

که څه هم د وژل شویو عسکرو د معاشونو د اخیستلو په بدل کې د هغوی له ښځينه‌و د جنسي اړيکي غوښتنې هم رسنیزې شوې دي، خو حمدالله محب ويلي، دولتي ځواکونه د پیسو لپاره نه؛ بلکې د «خاورې او ارزښتونو د دفاع لپاره جګړه کوي.»

هغه منلې چې دولتي ځواکونه ته په دې وروستیو کې درانه تلفات اوښتي، خو په وینا يې دوی مرګ‌ژوبله نه ورکوي، بلکې «قرباني ورکوي.»

مونیخ کې په دې دوه ورځني کنفراسن کې د ناټو سرمنشي هم له محمد اشرف غني سره لیدلي دي، چې د سولې د هڅو د ملاتړ ډاډ يې ورکړی دی.

یاده دې وي دولتي ځواکونو د بهرنیانو په ملتیا تېره شپه هم د غزني په ده یک او د میدان وردګو په نرخ کې کورونه او مسجدونه نړولي او ګڼ قیمتي توکي يې هم له ځانو سره وړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x