افغانستان

المان مېشتو افغانانو د اشرف غنی پر ضد اعتراض کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د یو پلاوي په ملتیا د المان مونیخ کنفرانس کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته تللی دی، چې پر ضد هلته مېشت افغانان را ټول شوي دي.

اریانا نیوز لیکي، دا معترضین چې د المان له بېلابېلو برخو مونیخ ښار ته راغلي، محمد اشرف غني پر قومي تبعیض، د «تروریزم» پر ضد ناکامۍ او د کډوالو چارو کې په بې پروايۍ تورنوي.

دوی چې له ځانونو سره د افغانستان د ملي بیرغ تر څنګ دوه نور بیرغونه هم لېږدوي، په بېلابېلو ژبو د محمد اشرف غني پر ضد شعارونه ورکوي.Alman-ashraf

تر اوسه دلته ارګ په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې دوه کاله وړاندې هم لندن کې د غونډې پر مهال یو تن ګډونوال پر لفظي برید وکړ، چې وروسته يې د ساتونکو له لوري سخت وډبول شو.

په کور دننه هم تېره اوونۍ، محمد اشرف غني د ننګرهار په شینوارو کې غونډه نیمايي کې پرېښوده او د خلکو د اعتراض له امله بېرته کابل ته راستون شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x