محقق وايي اشرف غني فکر کوي، ټول حکومت يې شخصي ملکیت دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د اجراییه ریاست مرستیال او د راتلونکو ټاکنو کې د حنیف اتمر د ټيم غړی، محمد محقق وايي محمد اشرف غني فکر کوي چې ټول حکومت يې شخصي ملکیت دی.

هغه دا څرګندونې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د وروستیو ناندریو او د ملي امنیت د پخواني مرستیال دین محمد جرئت پر وړاندې د حکومت د اقداماتو په اړه کړې دي.

محقق چې په یوه خبري غونډه کې يې خبرې کولې وويل، په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د حکومت وروستي بدلونونه یوازې په راتلونکو ټاکنو کې د مداخلې لپاره شوي دي.

هغه وايي حکومت په تېرو ټاکنو کې هم پوره لاسوهنه وکړه، چې په وینا يې ځینې والیان ګواښل شوي و، چې باید هرو مرو درغلي وکړي.

اشرف غني څو ورځې وړاندې د یو فرمان له مخې د ټاکنیزو کمیسیونونو مسؤلین او کمېشنران له دندو لرې کړل، چې علت يې درغلۍ او فساد په ګوته شوی دی.

محمد محقق چې د اشرف غني له لوري د اجراییه ریاست له مرستیالۍ لرې کړل شوی، بیا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي او تېره دوشنبه هم د وزیرانو شورا ناسته کې برخه‌وال و.

هغه ويلي، څوک چې ټاکنو کې د محمد اشرف غني ملاتړ نه کوي، ځپي يې «چې نمونه يې جنرال جرئت دی، دی فکر کوي چې حکومت يې شخصي ملکیت دی.»

ارګ په دې اړه نېغ څه نه دي ويلي، خو د ویاند یو مرستیال يې شاه حسین مرتضوي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، غني «له قانون سره سم ټول اقدامات کړي دي، محترم اشخاص د هوايي تورونو پر ځای ښه ده چې ثبوت وړاندې کړي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د