ایران: پاکستان زموږ د مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): ایران کې د پاسدران انقلان پوځيانو قومندان وايي، چې تېره اونۍ د بلوچستان ولايت په سيستان سيمه کې پر ایراني پوځيانو برید کوونکي د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاسدران انقلان پر عسکرو موټربم بريد کې لږ تر لږه ۲۷ ایراني پوځيان وژل شوي وو.

د سپاه پاسدران قومندان جنرال محمد علي جعفري نن شنبه د ایران رسمي تلويزون سره په مرکه کې وويل: «د پاکستان حکومت ایران د انقلاب مخالفينو او اسلام دښمنانو ته ځايونه ورکوي.»

هغه وويل، ایران ته د خپلو دښمنانو ځايونه معلوم دي او که پاکستان په دې اړه خپل مسؤوليت ترسره نکړي، ایران د نړيوالو قوانينو په رڼا کې دا واک لري، چې د خپل دښمن د ځپلو لپاره هر ځای عمليات وکړي.

د يادونې وړ ده، چې ایران کې د حکومت مخالف د سني مسلمانانو جیش العدل ډلې پر ایراني پوځيانو د ياد بريد مسؤوليت منلی و.

جیش العدل د ایران د بلوچستان ولایت سيستان سيمه کې ګڼ شمېر بریدونه کړي دي، خو د تېرې چهارشنبې بريد په دې  وروستيو کې تر ټولو خونړی برید  بلل شوی و، چې لږ تر  لږه ۲۷ عسکر په کې  وژل شوي وو.

پاکستان که څه هم تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی، خو د تېرې چهارشنبې په ورځ يې د ياد برید په اړه خپله خواشيني ښودلې وه او دغه برید يې غندلی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د