د ذهن لپاره کوم یو ښه دی، پر بستر مطالعه که په میز؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): زیاتره خلک په بستر یا کټ کې مطالعه کول له بل شي غوره ګڼي، دا ځکه چې دوی بستر د مطالعې لپاره ارام ګڼي او ددې لپاره هر ډوله ناسته کولای شي، خو بالعکس ځینې نور خلک دي چې د بستر پرځای په میز مطالعه کول غوره ګڼي.

د ماشومانو مور او پلار هم خپل بچیو ته پر کټ د مطالعې توصیه نه کوي بلکې هغوی میز ته هڅوي، دوی فکر کوي چې په کټ مطالعه کول د ذهني ځواک او تمرکز کولو د کمزورۍ او نورو روغتیایي ستونزو لامل کیږي.

د وال سټریټ ژورنال راپور له مخې د کلفورنیا پوهنتون یوه ښوونکي «اتول مالوترا» څرګنده کړې چې په بستر کې په ملاسته یا په ناسته مطالعه کول ذهني روغتیا ته هیڅ ډول زیان نه رسوي او نه هم د انسان تمرکز خرابوي.

ددې په اړه که څه هم څیړنې نه دي شوي خو په ۱۹۶۸م کال کې یوې طبي څیړنې کشف کړې وه چې په کټ کې د ملاستې یا ناستې پرمهال مطالعه کول پر میز د مطالعې کولو سره ډير توپیر نه لري.

هغه مهال څیړونکو په سلګونو زده کونکي د پوهنتون ازموینو پرمهال وازمویل، دوی پر کټ د مطالعې او په میز د مطالعې زده کونکي معلوم کړل، د ازموینو پایله کې د دواړه ډوله زده کونکو نومرو کې کوم توپیر ونه لیدل شو.

مګر د مطالعې میتود د نن او پرون ترمنځ توپير لري، د کتاب او پاڼو پرځای د لیپټاپ یا نورو بریښنایي وسایلو زیات استعمال د کتاب ارزښت کم کړی، اوسمهال زده کونکي تر ډیره بریښنایي وسایلو ته زیات لاس رسی لري.

که څه هم دا څرګنده شوه چې مطالعه په بستر کې په ناسته یا ملاسته او یا پر میز کول ذهني روغتیا نه اغیزمنوي خو د اورتوپيدي ډاکټران بیا یو بل نظر لري، دوی وایي هغه کسان چې په کټ کې مطالعه کوي ممکن خوب پرې غالبه شي، یا یې خم ویسي، چې د تمرکز او د زده کړې پر ځواک اغیز وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نعمت الله
میلمه
نعمت الله

السلام علیکم
علم ادب را می آموزد ، وادب علم این است که وقتی آنرا میخواهی به دست آوری باادب کامل در حال ثبات جسمی و فکری میتوانی به دست آوری.
البته در مورد معلومات میتوانی به هر حالی که میل داری مشکلی نیست.
اگر این طور نمیبود پس در کتابخانه ها و مکان های علمی به عوض چوکی ها باید تخت ها رامیگذاشتند تا همه در حال استراحت مطالعه می‌کردند.