نمايشي او فرمايشي جرګې مشکل نه حل کوي

د،ب ،هيښ

په افغانستان کې جرګه که د کلي او قوم په سطحه وه او ګه په ملي کچه يوه درنه او معتبره منبع د ناڅاپي سختو او بغرنجو مسايلو د حل د پاره وه .

تصميم او فيصله يې موافقو او مخالفو ته قابل د قبول او مرعي الاجرا وه .خو داشان جرګې د اولس د صادقو ، پاکو ، بې جرمه او صالحو اشخاصو او شخصيتونو نه تشکيلېدې ، چې شخصي ، ګروپي او تنطيمي غرضونه او مخصدونه په کې نه وو مطرح ، بلکې د عمومي او ملي خير اوصلاح هدف به په کې نغښتئ و .همدا وجهه وه چې بې له چون اوچرا به يې پرېکړو ته لبیک ويل کيدلو او ستونزه به حل شوه .

دجرګې مقام ، منزلت او فيصله دهر سياسي مقام او قدرت نه لوړه وه . د پاچا نه نيولي تر عادي شخص پوری ټول يې په اجرا ، احترام او مراعاتولو مکلف وو .

بد بختانه چی زموږ په وطن او ټولنه کې دا درنه ، مؤثره او تاريخی عنعنه او د افغاني ټولنې د ثبات او سوله ايز ژوند د تضمين اصل لکه نور ديني ، ملي او انساني ارزښتونه ( اسلام ، ولسواکي ، دانسان کرامت او حقوقو ته احترام ، وطندوستي ، ملي منافع ، ملي حيثيت ، ملي آزادي ، ملي خپلواکي ، ملي مقدسات او ….) ديو شمېر اوباشو ، نا اهله ، جنايتکاره او خايينو عناصرو له لوري د دوی د شومو او شيطاني هوسونو او هدفونو د لاسته راوستلو قرباني شول ، د دوی د چټل سياسي قدرت د لاسته راوستلو د پاره وسيلې وګرزېدل او ددې ارزښتناکه ، مفيدو او د ټولنې د بقا او پايښت دپاره مهمو او ضروري اصولو تر عنوان لاندې يې داسې وحشتونه وکړل چې انسانيت يې په ليدو او اورېدو شرميږي .

د افغانانو د پېچليو مشکلاتو د حل دا وړياړلې تاريخي نسخه يې داسې غلطه استعمال کړه چې د دوا په ځاي يې ټولنې ته هلاکت او بدمرغي راوستله او داسې تراژيدي يې جوړه کړه چې پای يې نه ښکاري .

دوی ددې ملي او اولسي اصل (جرګې ) نه فرمايشي ، نمايشي او دوکه اي حربه جوړه کړه چې د ملت د مشکل د حل په ځای يې د اولس د تعذيب ، شکنجو او قتل عام دپاره ورنه سؤاستفاده وکړه. د ستونزې د حل په عوض يې نورې ستونزې وزيږولې . دتفاهم او همبستکۍ ځای چې د جرګو ماهيت او محتوا وي ، تشدد او ترور، تعصب ، نفرت او تقابل ونيولو . ټولنه د وحشت او بربریت ډګر وګزېدله او د شر او او فساد ناولی تسلط ته زمينه مساعده شوه . ځکه د شر او فساد اولاد د خپل کرغيړن او ناولی ژوند بقا د مشکل په حل کې نه ، بلکې د هغې په دوام او پراخوالي کې ګوري‌ . خو د عامه اذهانو د مغشوشولو ، د خپل جنايتي څيرو د دپټولو او د خپل ناجايز او نامشروع غصب کړل شوي سياسي قدرت د توجيه کولو دپاره بيا د ټولنې د منل شويو ارزښتونو ماسکونو په مخ اچولو ته اقدام کوي.چې يو ددې منل شويو ارزښتونو نه جرګه ده . په همدې خاطر د نمايشي او فرمايشي جرګو تياتر د سياست ستيج ته را وړاندې کړي او د څو کرايه شويو اکټورانو په وسيله به يې دا تياتر نندارې ته کيښود ، چې نتايج يې موږ وليدل لکه د وطن خرڅولو (امنيتي تړون ) امضا ، د اشغالګرو داشغال بقا ، د امريکايي حرفه اي قاتلانوقضايي مصؤنيت او د دولتي ترور دوام دئ او دا ملي خيانتونه يې د فرمايشي جرګې له لارې توجيه کړل .

حال دا چې زموږ ملي او لويو جرګو به تر ټولو زيات د وطن د خپلواکۍ او ځمکنی بشپړتيا دپاره فيصلې کولې .د هر خارجي تجاوز او اشغال مقابله يې ديني -,ملي فرض بللو او ددې ملې فرض د اداکولو او دوطن د حفاظت دپاره به يې په ټول اولس غږ کاوه چې د خپلو سرونو په قربانيانو بايد دپرديو د تجاوز سره مبارزه او مقابله وکړئ او دايې ورته شعوري شعار اعلاناوه چې :

مرګ له تندې په مذهب زموژ بهتر دئ
نه ژوندون د دون همته په اوبو

د کابل په ارګ کې بندي امريکايي مامور اشرف غني او دهغه باداران چې د دولتي ترور، د افغانانو د قتل عام او نورو قساوتي ميتودونو په کار اچولو سره ددی مبارز او مجاهد ملت د آزادۍ او خپلواکۍ غوښتنې غږ خاموش نه شوائ کړائ او دا غږ د اشغال په دوام سره نور هم منظم ، رسا او سراسري شو .

اشغالګران يې هم په دې پوه کړل چې که سل کاله دا تحميلي جنګ ، دولتي تنظيم شوئ ترور او عاموژنه دوام وکړي، دا اولس به غلامي قبوله نه کړي او د سر او مال په پرېمانه قربانۍ سره به د دوی په مقابل کې مبارزه او مقاومت کوي ، دا اولس بې له کاملې ازادۍ او خپلواکۍ په بل هیڅ شي قناعت نه کوي او ددې ملت سره مقابله کول د غر سره سر جنګول دي چې بې له سرماتۍ او ناکامۍ بله پايله نه لري .

امريکايان او اجنتان يې د پاڼ او پړانګ په منځ کې واقع شوي دي . يوې خواته د يو عظيم اولس د مقاومت سره او بل لورته د خپل استکباري -استعماري قدرت د مطلقې ناکامۍ سره مخامخ دي .

امريکايي اشغالګران نه نور د جنګ او اشغال د دوام حوصله ، ظرفيت او قدرت لري چې د افغان اولس سره يې وکري ، ځکه بې له ځاني او مالي تلفاتو او تاوان بله متاع په لاس نه ورغله او نه ورځي او نه دومره اخلاقي او انساني جرائت او همت لري ، چې په خپلو تاريخي غلطيانو او بشري جنايت(نظامي تجاوز -اشغال او د ملت قاتلان -ملي خايينان په قدرت راوستل ) اقرار وکړي او خپل نظاميان فوراا د افغانستان نه وباسي .

نو ددې مشکل نه د نجات له پاره بايد يوه پلمه او د خټو پوزه ځان ته جوړه کړي .

دغني د جرګې جوړولو اعلان د امريکايانو پروګرام دئ چې د اجنتې ادارې له لوري بايد عملي شي او دا هم د نظامي -سياسي- مذهبي فشارونو او مانورونو په څېر په طالبانو د زور راوړلو او فشار واردولو د پاره دي ، تر څو د سولې په مذاکر اتو کې د کابل د ادارې سره حاضر شي او امريکايان هم تريوې اندازې د نورو جهاني اجنتانو اطمینان خاطر حاصل کړي ، چې خپل مزدوران به امريکايان يوازې نه پرېږدي .

بناا دغني فرمايشي او نمايشي جرګه د اشغال په موجوديت کې به هم د کمونستانو ، تنظيميانو او کرزي د نمايشي او فرمايشي جرګو په شان هيڅ مثبته لاسته راوړنه ونه لري .

روانه تراژيدي په نمايشي ، فرمايشي او عوامفريبي جرګو نه ختميږي ، بلکې اصلی خڼډ چې د خارجي قواوو موجوديت دئ بايد له منځه ولاړ شي ، چې د غني دريځ تر اوسه منفي او د اشغال په دوام کې دئ ، نو جرګه به يې هم فقط د نمايش او نندارې په حلقه کې دايره او د ميډيا د پاره به څو ورځې د تبليغاتي خوشند وهلو وسيله وي .

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

د.ب،هیښ ته
چه سل کاله هم جنګ وشی.او په میلیونو کسان هم مړه شی ،بیا هم جرګی او مرکی ته سره کیناستلی او مشکل ته د حل لاره کتلی ده.
دا چه تالیکلی چه جرګی او مرکی مشکل نه حل کوی،قسم په خدای چه ځانمرګی یی هم حل نه کړی

هيښ ويښ
میلمه
هيښ ويښ

فرمايشي او نمايشي جرګې يې نه شي حل کولائ .
په خبره ځان پوه کړه .

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

نو ته څه پوهیږی چه دا جرګه فرمایشی،او نمایشی ده.تر اوسه خو جوړه هم نه ده،
د مسکو اسلام اباد جرګه اصلی بولی.؟که استخاره کوی ؟خوب وینی ؟چه دا جرګه نمایشی او دا اصلی ده؟که په غیبو پوهیږی؟

مجاهد
میلمه
مجاهد

هیښ صاحب! الله ج د اجرونه درکړی د کمونستی، دموکراسی او سکولرییستی لویو جرګو د اوسنی ماهیت او څرنګوالی په اړه مو ښکلی معلومات وړاندی کړی. ستاسی د لیکلنی په تایید او تعقیب لیکم چه : ااستعمار له ننوتلو دمخه ټول هغه نهادونه چه د مطلوبی ټولنی د پیاوړتیا، پرمختیا او سپیڅلتیا سبب کیږی او یووالی او قربانیو ته لیوالتیا یی ساتی د بخوانی ټولنیز جوړښتو په ضد بکی ایزمی الحادی جوړشتونه رامنځته کوی. د هغو ایزمی غلامانو په مت د هغو ټولنو سیاسی قدرت ترلاسه کوی او هماغه ایزمی غلامان ورباندی جارواکی کوی . ورپسې مطلوبی ټولنی طبقاتی او… نور لوستل »