غزل: حمزه حسیني

حمزه حسیني

د ایوب لور ده ښاپېرۍ ده یوه
دستړیو هیلو ناوکۍ ده یوه

خواره له خپل دیاره لرې تللې
نه راستـــنیږي لېونۍ ده یوه

ورته ژړیږي چې مظلوم وویني
په زړه نازکه او نرۍ ده یوه

ځلا یې ټول ویني څه توره نه ده
دستورو منځ کې ده سپوږمۍ ده یوه

لکه پتنګ زلمي ترې ځان ځاروي
د ډیوې اوښکه ده سلګۍ ده یوه

یو ځل راتلونکې ده دې وران ګودر ته
د ماتو زړونو پسرلۍ ده یوه

(حمزه) پرې زړه بایللی ژر دې راشي
نوم یې ده سوله ازادۍ ده یوه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د