د مسکوناستې یوه څنډه

شېبې باریکې دي طالبه وروره!

محمد امین بسمل

غواړم نن یو ځل بیا څو اړینې کرښې ستاسو او درنو لوستونکو خدمت ته وړاندې کړم:

بې له شکه، چې دم ګړۍ تاسو د پوځي برلاسي ترڅنګ دهیــــواد په هر ګوډ کې جګړیيز عملیات په داسې حال کې تر سره کوئ، چې دهیواد اکثریت خاوره تر خپل کنترول لاندې لرئ، خو فضأ دغلیم په کنترول کې ده مانا هر څوک، چې د بام په سر وي، وار یې رسا وي نو چاره یې په کار ده.

تاسو د اولس له مینځه راپورته په اولس کې رېښې اومحبوبیت لرئ خو غلیم د اولس دښمن له اولســـه لرې او وخت ناوخت چریکي ډوله چاپې دهمدې مظلوم اولـس په مینځ کې په خورا بې رحمي سره تر سره کوي، ښـځې او نر، واړه او زاړه په وینو کې لمبوي او مال یې هم لوټي نو اولس ته باید د دفاعي وسائلو په هکله سوچ وکړئ، که دکابل هزاره ګانو اویا د نورو سیمو لنډغرو ته ارګ مشر وسلې ورکوي نود کلیو او بانډو بې غرضه وګړي ولې دځان ساتنې لپاره د وسلې حق ونه لري؟

له پورتنیو ستونزو سره سره د ځمکنیو عینــي واقعیتونو له مینځه تر بل هر څه روښانه ستاسو سیاسي بصیرت او هر اړخیزې شاهکارۍ دي، چې الله ج مو په برخه کړې او نړیوال درته ګوته په غاښ پاتې دي، وایم له نظره مشئ. امین

باور لرم، چې تاسو پخپل ۲۵ کلن جنګي، امارتي او مقاومتي دور کې له ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۱ اوبیا له اشغال څخه تر نن ورځې پوره سیاسي او پوځي تجربې تر لاسه کړې خو بیا هم ستاسو د لا ډېرو بریاوو په موخه اړین ګڼـم، له باریکو شېبو سره باریک باریک ګامونه پورته کړئ منظور مې دا دی، چې تاسو پنال ته ننوتي اوڅلور دصفر په وړاندې لوبه په داسې حال کې ستاسو په ګټه ده، چې د لوبې وخت هم په ختمېدو دی.

نو دا به بهتره وي، چې څلورو خواوو ته مو متوجه واوسئ او حریف ته د یوې نمرې چانس هم ور نه کړئ.

پورتنی مثال مې ځکه راوړ، چې په اتلسم ۱۸ د فبروري تاسو په پاکستان کې له امریکایانو سره ګورئ دا لیدنه په خورا حساس وخت کې صورت نیسي هغه دا، چې:

۱ـ که له یوې خوا نړیوال ذهنیت ستاسو په اړوند بدلون موندلی خو له بلې خوا حریف ډېره بده لوبه پیل کړې ده.

۲ـ د مســکو په وروستۍ غونډه کې هم تاسو خورا ښه وځلېدئ او د هیـــوادوالو ذهني نارامي، چې د کورنۍ جګړې په اړوند یې لرله تاسو رفع کړه وایم کور مو ودان خو رقیب موازې لوبـه پیل کړه هغه دا چې هم یې خپلو لاسپوڅو ته د مشورتي لویې جرګې د رابللو دستور ورکړ او هم یې د ناټو دپوځي سازمان تبلغات دخپلو لاسپوڅو په ګټه په خورا شدت سره پر لیکه کړل.

۳ـ د فبروري په اتلسمه ۱۸ چې کومه غونډه تاسو په پاکستان کې له امریکایي او پاکستاني لوري سره لرئ زما لا له اوسه چندانې نه ده خوښه شوې خاصتأ که په دې غونډه کې د سعودي مسلمانان درګډ شي لا به بې خونده شي.

جهاني صاحب وايي:

غل خو نه یې چې په نیمه شپه کې راغلې ×××× د جانان خیاله په تا مې شک پیدا سو

بس نو په نیمه پوه شئ او د ځان خیال ساتئ ځکه ګام په ګام غلیم لومې درته غوړولې دي.

څه چې د پاکستان په غونډه کې به مثبت وي هغه دا دي:

ــ تاسوبه په نړیواله کچه نور هم مطرح او په رسمیت وپېژندل شئ او د افغان خاورې د واقعي وارثینو په سترګه به نور هم درته وکتل شي.

ــ پاکستانی لوری به په رسمي توګه له تاسو سره او تاسو هم د یو سیال په ډول ورسره مسایل مطرح کړئ.

ــ امریکایي لوری به، چې په حقیقت کې تاسو د هغو سیال هم یاست خپلې خبرې درسره مطرح کړي خو دا لیدنه به بیا هم دومره په زړه پورې نه وي لکه په دوحه کې دفبروري د۲۵مې نېټې غونډه ځکه خو په دې نظر یم، چې که د خپل مذاکراتي ټيم څلورمه برخه دیپلوماټان ورولېږئ هم کفایت کوي، تر څو له یوې خوا د دوحې راتلونکې غونډه پیکه نشي او له بلې خوا تاسو په پوره انرژۍ د دوحې مهمه غونـــډه په مخ بوزئ.

په دې اړوند زیاته تشریــح دلته اړینه نه بولم یوازې په لنـــډ ډول لیکم، چې پاکستان به ستاسو له دې ناستې یوه بله ناروا ګټه هم پورته او نړیوالو ته داسې وښيي، چې ګواکې موږ په طالبــــانو ډېر اثر لرو او په عین زمان کې ممکن امریکايي لوری هم له موقع په استفاده او د پاکستان په خوښه غیرمنصفانه غوښتنې درته وړاندې کړي، چې باید هیڅ ونه منل شي.

بهتره به دا وي څو په دې غونډه کې د چین او روس استازي د ناظرینو په ډول در وغواړئ اوکه نه نو دناروا فشارونو خطر زیات وینم.

ومن الله توفیق

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احسان محمود
غړی
احسان محمود

ډیره خوندوره مشوره ده :
د چین او روس ګډون که ممکن نه شي ، نو دوهم آپشن دي لازم وکاره وي ، د خپل ټیم څلورمه برخه او پر څلورم موقعت ولاړ ملګري دي ور ولیږي .
دا ځکه معقول دی ، چې اصل ملاقات خو په دوحه کې شتون مومي .

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

بسمل ته. طالیب د پاکستان تر اثر لاندی دی،د سلمان راتګ طالیبانو سره لیدل ،او قراردادونه د پاکستان او سعودی امضا کیدل.د امریکا نماینده په اسلام اباد کی د ټولی د پاکستان ایی ایس ای له خوا په ترتیب سره منظم شوی او د طالیب په سر اخری سودا ده.پ پاکستان به په بدل د یویشت میلیاردو ډالرو قراردادونو طالیبان جوړجاړی ته کینوی.که چیری نه کیناستل همدا ڼن به دوی ته واییل کیږی چه شوراګانی .او بستری مو ټولی کړی د امریکا ګټه له جنګ به خلاص شی،او پاچا سلمان به امریکا د قاښقچی له مرګ سزا څخه بچ کړی،… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

بسمل صاحب په ګوتو دی برکت شه ، تل ښکلی لیکنی لیکی او په مناسب وخت کی یی چه ورته اړه وی خپروی . زه ستاسی د لیکنی د ټولو ټکو سره همنوا او همنظره یم وایی د مومنانو زړونه یو له بله سره ایینه وی . مګر د څه سره سره چه مو ناخوښه یم د پرونی کمونست او نننی سکولریست د شعر له یو بیت څخه مو استفاده کړی ګټه او برکت به ونه لری هغه ته د اطلاعاتو وزرارت رسیدل د خالد مافیه د چاپلوسیو له امله وه چه امریکا په کوم ایالت روغتون کی پروت وو… نور لوستل »

محمد امین بسمل
میلمه
محمد امین بسمل

د نن ټکي اسیا عزتمنو چلوونکو او درنو لوستونکو په تېره بیا محترم احسان محمود او ګران مجاهد صاحب ته د زړه له تله نېکې هیلې او سلامونه وړاندې کوم، رب العزت مو خوښ او سلامت لره. له مثمرو تبصرو څخه مو یوه نړۍ مننه کوم او درانه مجاهدصاحب ته دومره عرض کوم، چې پاکستان ته د محمد بن سلمان تګ په داسې حساس وخت کې بې څه نه و، ځکه خو دهغه شعر بند سم ورته جوړ و. دا چې چا لیکلی یا هغه څوک و یا دی الله ج هیڅوک هم بې حسابه نه پرېږدي خو که ما… نور لوستل »