محمد بن سلمان نن پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل):د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د شاهي کورنۍ له غړو، وزيرانو او سوداګرو سره نن يکشنبه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ځي او هلته به يې د پاکستان لومړی وزير عمران خان، ولسمشر عارف علوي او د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه په شمول لوړپوړي پاکستاني چارواکي هرکلی وکړي.

بن سلمان د سعودي عربستان وليعهد، دفاع وزیر او د وزيرانو شورا مرستيال دی، چې د سعودي خپلواک مشر بلل کيږي او پاکستاني چارواکي يې دې سفر ته ډېر خوشبينه دي.

ټاکل شوې وه، چې نوموړی تېره ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي، خو د ځينو نامعلو دلائلو له امله يې  سفر وځنډېده او نن د فبروري په ۱۷ به د هغه الوتکه د اسلام اباد نور خان هوايي ډګر باندې ښکته شی او له هغه ځایه به د بن سلمان موټر لومړی وزير عمران خان چلوي او د سلګونو موټرو په پروټوکول کې به د لومړي وزير او ورپسې د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر ته ولاړ شي.

پاکستاني چارواکي د بن سلمان ورتګ ته خوشبينه دي او عمران خان ويلي ويلي، چې د سعودي وليعهد سره به د ۲۱ ميلياردو ډالرو ګڼې معاهدې لاسليک کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د