جرمني: چې امریکا وځي؛ موږ هم نه پاتې کېږو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا میرکل ويلي، که امریکا له افغانستانه وځي، نو دوی به هم خپل عسکر دلته پرې نه ږدي.

هغې چې د مونیخ کنفرانس کې خبرې کولې وویل، امریکا دې په یوازې ځان د وتلو پرېکړه نه کوي، په وینا يې دوی په سختۍ خپل ولسونه دې ته قانع کړي چې عسکر يې په افغانستان کې جګړه ګرمه وساتي.

میرکل زیاته کړه، که امریکا د وتلو هوډ لري، نو جرمني هم حاضر نه دی چې خپل جګړه مار د جګړې اور ته یوازې پرېږدي.

جرمني چې اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ عسکر لري، څو ورځې وړاندې يې حکومت پرېکړه وکړه چې عسکر به يې یو کال نور هم دلته پاتې شي، خو دا پرېکړه لا هم وروستۍ شوې نه ده او د روان کال مارچ کې به پارلمان ته وړاندې کېږي.

په ورته وخت کې ارګ هم په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې مېرمن میرکل د دې کنفرانس په څنډه کې له محمد اشرف غني سره لیدلي او د سولې د روانو هڅو د ملاتړ ډاډ يې ورکړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ امریکايي پوځي مشر جوزف ووټل وویل، دوی به په نن سبا کې خپل ۱۴۰۰ عسکر له افغانستانه وباسي، خو په وینا يې دا د سولې له پروسې سره کوم تړاو نه لري.

تر هغه وړاندې د ایټالیا حکومت خپله هغه پرېکړه اعلان کړه، چې د روان کال تر پایه به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

تبصرې (1)

  • بیا یو وار څه غوبل جوړل شی چی دا ټول ووځی، هر کوچی به ځان طالب ښه یی او وهل او ډبول به بیا په خیر شروع شی.