مایک پنس، د مونیخ کنفرانس په څنډه کې اشرف غني ته د لیدلو وخت ورکړ

د ټرمپ مرستیال وايي د سولې روان بهیر ته ‌هیله‌من دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس وايي د سولې روانو هڅو ته هیله‌من دی او په وینا يې افغانان به یوه روښانه راتلونکې ولري.

هغه له محمد اشرف غني سره د مونیخ کنفرانس په څنډه کې هغه ته د سولې د روانې پروسې په اړه ډاد ورکړی او خپله خوشبیني يې ښکاره کړې ده.

پنس ويلي، تمه لري چې د سولې روان بهیر به افغانانو ته یو ښه راتلونکې ولري «موږ هم خوشاله یو، چې بیا به افغانستان د «تروریزم» پر ځاله نه بدلېږي.»

دا په داسې حال کې دی چې د مسکو له ناستې وروسته د محمد اشرف غني د ګوښه‌توب په اړه نړۍوالو رسنیو هم مطالب خپاره کړي دي.

المان غږ؛ په دې کنفرانس کې هم د افغانستان په اړه بحث کم بللی او لیکلي يې دی چې که څه هم د مونیخ کنفرانس یو امنیتي کنفرانس و، خو د افغانستان په اړه «ندرتاً» یادونه پکې وشوه.

د سرچینې په وینا رسنیو هم محمد اشرف غني ته کوم پام ونه کړ او دا به د هغه د ګوښه‌توب وېره نوره هم ډېره کړي.

د سولې بهیر بریا ته وروسته له هغه هیلې ډېرې شوې، چې طالب او امریکايي استازو تېره جنوري کې پرلپسې شپږ ورځې ناسته ولرله او پر ځینو مواردو د هوکړې خبرونه يې هم خپاره شول.

محمد اشرف غني له یادې ناستې وروسته وراخطايۍ په مخه کړی او مسکو کې د اپوزیسیون له سیاستوالو سره د طالبانو ناستې د هغه وراخطايۍ نوره هم زیاته کړه.

غني ملګرو ملتونو ته هم ګیله وکړه، چې طالبان ولې ازاد سفرونه ترسره کوي، د روسیې ځانګړې استازي ضمیر کابلوف دا ګیله د هغه د مایوسۍ، بې وسۍ او یوازېتوب ښکارندوی وبلله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د