د محمد نبي لوبډلې د بیګ باش لیګ اتلولي وګټله/ ويډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د استرالیا غوره لیګ (BBL) سیالیو پایلوبه نن د یکشنبې په ورځ د میلبورن رینیګیډز او میلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې رینیګیډز سټارز ته په ماتې ورکولو د یاد جام اتلولي خپله کړه.

د محمد نبي لوبډله وتوانېدله چې سټارز لوبډلې ته د ۱۳ منډو په توپیر له زړه بوږنونکې سیالۍ وروسته ماتې ورکړي او د بیګ باش لیګ اتلولي په لومړي وار وګټي.

د لوبې زیاته برخه د میلبورن سټارز په طرف وه خو په وروستیو کې د رینیګیډز لوبډلې په زړه پورې توپ اچونې له میلبورن سټارز څخه ګټلې لوبه واخیسته او بریا یې خپله کړه.

د استرالیا بیګ باش لیګ پایلوبه کې لومړی توپوهنه د محمد نبي لوبډلې وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۵ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا ټام کوپر ۴۳ او ډان کریسشن ۳۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د میلبورن سټارز لوبډلې په زړه پورې پېل وکړ، او لومړۍ ویکټه یې په ۱۳م اور کې د ۹۳ منډو په جوړولو له لاسه ورکړه، دغه مهال دوی ته د ۹ ویکټو او ۷ اورونو په لرلو سره د ۵۳ منډو اړتیا وه، چې د ګلیسن میکسیول په شتون هدف پوره کول شونې او اسانه وو.

خو یادې لوبډلې پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې، او په پنځه اورونو کې يې د ۱۹ منډو په جوړولو ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل، په دې ډول یې ونشو کړای ټاکلی هدف پوره کړي او د ۱۳ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.

محمد نبي چې په ټول سیزن کې د میلبورن رینیګيډز لوبډلې لخوا لوبېده هغه مهال لوبډله پریښوده چې نیمه پایلوبې ته یې لار موندلې وه، نوموړي پر ټویټر پاڼه خپلې لوبډلې ته مبارکي وویله، یاده دې وي چې محمد نبي د خپلې لوبډلې په ګټه ۲۲۸ منډې او ۸ ویکټې ترلاسه کړې دي.

د بیګ باش لیګ چې د نړۍ یو له سترو لیګونو څخه ګڼل کیږي په ۲۰۱۱/۱۲م کال کې پېل شو، چې تر دې دمه یې اته پړاوه تېر شوي، زیاته اتلولي (۳ واره) د پرت سکروچر لوبډلې ګټلې، تېر وار د راشد خان لوبډلې اډلیډ سټرایکرز او سږ کال د محمد نبي لوبډلې په لومړي وار اتلولي خپله کړه.

د یادونې ده چې په یاد لیګ د محمد نبي سربېره راشد خان، مجیب الرحمن او قیس احمد هم لوبيدلي دي، نبي د میلبورن رینیګیډز «اتلوله»، راشد خان د اډلیډ سټرایکرز، مجیب الرحمن د بریسبین هیټ او قیس احمد د هوبارټ هوریکنز لخوا ولوبیدل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د