نړۍ

په سویلي وزیرستان کی امریکایی بی پیلوټه الوتکي هدف خطا کړ

drone_misses_target

نن دیکشنبي په ورځ امریکایی بی پیلوټه الوتکو یوځل بیا سویلي وزیرستان باندي توغندي وتغول، له سیمي څخه خلګ وایی چي دبرید هدف دوسلوالو یو موټروو، خو امریکایان ونه توانیدل چي موټر په نښه کړي، توغندي چیري موټرڅخه لیري ولګیدي اووسلوال پدي بریالي شول چي سیمه پریږدي.
برید له واڼه څخه شااوخوا ۲۰ کیلومټره لري عظم ورسک ته نژدي ترسره شویدي،عظم ورسک هغه سیمه ده  چیري چي په ۲۰۰۹ کال کي پاکستاني فوځ دطالبانو په خلاف عملیات شروع کړي وه
ځایی امنیتي چارواکی وایی چي ډرون یو په بل پسي دوه توغندي وتغول، خو ویی نه شو کړی چي هدف په نښه کړي، ځینی نورعینی شاهدان بیا وایی چي موټرپه توغندي باندي ولګیدي خوزیان یی ورنه ندي اړولي اوپه موټرکي سواره څلورکسه روغ رمټ له سیمه څخه په تيښته بریالي شول.
یوبل امنیتي چارواکي بیا وایی چي ما ۴ ډرون الوتکي ولیدي چی پرسیمه یی پروازونه کول، وروسته یی یو په بل پسي مزایل فیر کړو، خو نور خبرنه یم، څوک یی په نښه کړل اوچیري یی په نښه کړل
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x