نړۍ

د اقصی جومات پخوانی امام شیخ محمد صيام وفات شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د اقصی جومات پخوانی امام او د فلسطين د حماس ګوند غړی شيخ محمد صيام د سوډان په پلازمينه خرطوم کې د ۸۴ اتيا کالو په عمر وفات شو.

شيخ محمد صيام په اتيايمو کلونو کې د اقصی جومات امام او خطيب و چې په ۱۹۸۸ زيږديز کال د جولايي په ۲۸ مه نېټه پرې اسرائيلو له حماس ګوند سره د تړاو په تور اقصی جومات ته په ورتګ بنديز ولګاوه چې نوموړی بيا سوډان ته لاړ خو له هغې وروسته يې هم د اسرائيلو په خلاف ژبني او قلمي مبارزه کوله.

نوموړی په فلسطين کې د اسلامي پوهنتون کې هم د رئيس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

شيخ محمد صيام په ۱۹۹۴ ميلادي کال کې له سوډان څخه يمن ته لاړ او هلته يې د حماس ګوند د استازي په توګه دنده ترسره کوله خو له څو کلونو وروسته بيرته سوډان ته ستون شو او د ژوند تر پايه په سوډان کې پاتې شو چې تيره ورځ د ۸۴ کالو په عمر وفات شو.

د حماس ګوند مشرانو د نوموړي په مړينه خواشيني ښودلې ده او د شيخ محمد صيام مړينه يې د ټولې اسلامي نړۍ له پاره يوه ستره ضايعه بللې ده او ويلي يې دي چې د نوموړي تشه به تر کلونو ډکه نشي.

په ټولنيزو رسنيو کې د حماس ګوند غړو او فلسطينيانو هم د نوموړي په مړينه خواشينې ښودلې ده او هغه يې د فلسطين د تاريخ يو ځلانده ستورې او د مبارزې رهبر بللې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

الله د مغفرت کړی. امامت د یهودیانو په زړه کی د زمری زړه غواړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x