هیدر ناورټ ملګرو ملتونو کې تر استازولۍ تېره شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویانده هیدر ناورټ وايي، په ملګرو ملتونو کې د امریکا له استازولۍ تېره ده.

هغه چې د تېر میلادي کال وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ له لوري د نیکي هیلې پر ځای په ملګرو ملتونو کې د استازولۍ لپاره انتخاب شوې وه، وايي دې پرې غور کړی او د خپلې کورنۍ او ځان په ګټه يې بولې چې ترې تېره شي.

که څه هم د امریکا ځينو سیاسیونو د دې پوست لپاره د هغې پر ګمارنې نیوکې کړې وې او ويلي يې و، چې تجربه نه لري، خو ټرمپ ټینګار کاوه چې دی پرې باور لري.

هغه ویلي و، هغه هوښیاره او چټکه ده، چې د ټولو «درناوی به را جلب کړي.»

نیکي هیلي دوه کاله ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وه، چې په ځينو پرېکړو کې حتی یوازې هم پاتې شوې ده او ټول غړي يې پر وړاندې درېدلي دي.

هغې د بیت المقدس په قضیه کې له مخالفتونو سره سره د امریکا پر دریځ په افراطي ډول ټینګار کاوه.

هیدر ناورټ تر دې وړاندې په فاکس نیوز او «اې بې سې» رسنیو ویانده هم پاتې شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د