ورزش

اسدالله خان د کرېکټ بورډ اجراییه رییس په توګه رسما معرفي شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ څو ورځې وړاندې د اجراییه رییس د ګوښه کولو پریکړه کړې وه او پرځای یې د اسدالله خان د ګمارل کېدو خبر ورکړی و.

وړمه ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس عزیز الله فضلي او ددغې ادارې پخوانی اجراییه رییس شفیق ستانکزی او نوی ټاکل شوی سرپرست اسدالله خان په یوه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

په دغه ناسته کې د پخواني اجراییه رییس د مخه ښې او د نوي رییس ټاکل رسمي ترسره شول، په دغه ناسته کې د ستانکزي له لاسته راوړنو ستاینه وشوه او د عمومي مشر او د نورو مشرانو له خوا نوموړي ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

په یاده ناسته کې له یو اړخه پخواني اجراییه رییس خپلې ټولې لاسته راوړنې وړاندې کړې، خو له بل اړخه یې نوي سرپرست اسدالله خان ته ټول مسوولیتونه وسپارل.

فضلي د ستانکزي په اړه وویل: (( په ادارو کې بدلون یو اصل دی، خو د ستانکزي پر ټولو کارونو ویاړم او په رښتیا چې د کرېکټ ادارې ته یې بې شمېره لاسته راوړنې درلودې چې د هيوادوالو د خوښیو ترشا د ستانکزي په څېر د اغیزناکو کدرونو لاس و)).

نوموړي ددغې ادارې نوی سرپرست اجراییه رییس اسدالله خان هم یو کارپوه او مجرب شخص وګاڼه او نوموړي ته یې د ډیرو لاسته راوړنو هیله څرګنده کړه.

له دې وړاندې د خبري ناستې په ترڅ کې شفیق ستانکزي خپلې لاسته راوړنې په ډاګه کړې او زیاته یې کړه، چې د کرېکټ بشپړ غړیتوب، د ټیسټ درجه، افغانستان غوره لیګ او داسې نور یې په بریالۍ توګه د خپلې دندې په ترڅ کې ترسره کړي دي.

د یادونې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا دا پریکړه هغه مهال رامنځته کیږي چې د ایرلینډ پر وړاندې سیالۍ او د نړیوال جام په څېر سترې سیالۍ مخ ته دي، ځینې شنونکو دغه پریکړه له وخت مخکې بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x