ارشیف؛ ماسکو غونډه کې طالب سياسي استازي

تور لسټ او طالب مشران

نظرمحمد مطمئن 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۵ لاندي دایمي غړي هیوادونه لري، چې څلورو ته یې تورلسټ کې شامل طالب مشرانو سفرونه کړي، او امریکا هم پر تور لسټ سترګې پټې کړي، او تور لسټ کې شاملو طالب مشرانو ته یې د امریکا د مجبوریت له امله د سفر اسانتیاوي برابرې کړي.

۱ ـ جنوري ۲۰۱۹ کې امریکایان له ابوظبۍ قطر ته ورغلل او د تورلسټ کسانو (دوه طالب مشرانو) لپاره یې ابوظبۍ ته دتګ ضمانت وکړ.

۲ ـ ماسکو د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوېم قوی غړی هیواد دی، پرته له دي چې فکر ورباندی وکړي په تور لسټ کې شامل طالبانو ته ماسکو کې غونډو ته بلنه او د ورتګ اسانتیاوي برابروي.

۳ ـ چین د ملګرو ملتونو امنیت شورا درېم قوي غړی هیواد دی؛ مسلسل طالبانو ته هغه هیواد ته د ورتګ لپاره بلنې او ویزې ورکوي، بیجینګ کې ور سره ناستې کوي.

۴ ـ بریتانیا څلورم د امنیت شوری غړی هیواد دی، چې هغه وخت په تورلسټ کې شامل ملا عبدالسلام ضعیف ته یې د ورتګ بلنه او په څیړنیزه غونډه کې د ګډون اسانتیاوي برابرې کړي.

۵ ـ فرانسه هم د امنیت شورا بل قوي غړی هیواد دی، په ۲۰۱۲ ز کال کې په تورلسټ کې شمال طالب مشرانو په داسي غونډه کې ګډون درلود چې د هغه وخت افغان حکومت لوړ رتبه چارواکو هم ګډون درلود.

۶ ـ جرمنی د ملګرو ملتونو امنیت شورا بل قوي نوبتي غړی هیواد دی، د دوېم بن کانفرانس پر مهال (۲۰۱۱) په تورلسټ کې داخل طالب مشر هلته سفر کړی وو.

همدا په تورلسټ کې شامل طالبانو لپاره په ۲۰۱۳ ز کال کې امریکا رسمي دفتر ومانه، هغه وخت مخکينې د حکومت مشر حامد کرزي ور سره مخالفت وکړ.

بالاخره همدي تورلسټ کې شاملو کسانو سره امریکایانو د خپل بندي پوځي ( بوبریګډال ) پر سر معامله وکړه او په بدل کې یې له ګوانتانامو څخه ۵ ډیر مهم او مشران تورلسټ کې شامل بندیان په خپله امریکایې نظامي الوتکه کې قطر ته ورته راوړل.

او ښه به وي چې څیړنه وشي چې هند خو به ورته څه نه وي کړي؟؟!

پر دې هم بیاځل فکر کول په کار ده چې امریکا او ناټو څه شي اړ کړل چې پر تورلسټ سترګې پټې، او تورلسټ کې داخل طالب مشرانو سره په لوړه کچه دوحه کې خبرې وکړي، هلته چې تورلسټ کې شامل طالب مشرانو ته مخامخ ناست؛ افغانستان کې د امریکا / ناټو مخکینې قومندان نیکولسن بیا وروسته اوسنی قومندان جان میلر، د پنټاګون، سپینې ماڼۍ، سې آی اې او بهرنیو چارو وزارت استازي ناست وو.

که اوس هم په تور لسټ کې شامل طالبانو اړوند؛ پورته ۵ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هیوادونو ته وړاندیز کوي چې د طالبانو پر سفرونو بندیز ولګوي، دوی (حکومت) دي په خپلو غوښتنو بیاځل فکر وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

مطمین ته، په زړه پوری معلومات،افغان سوله مخ په وړاندی راوانه وه،خو د دهند چاودنه نوی خبره په کی راووته.فکر کوم پاکستان دا سوله زر تر زره کول نه غواړی.او که سوله وکړی طالیبان یی د لاسه ووځی. طالیبان لاسه وتل د پاکستان د ضعف ټکی دی ،د هند په مقابل کی، دنیا مطبوعات یو ځل بیا د هند چاودنه تحلیل کړی.د چاودنه تکتیک یی دطالیبانو چاودنه تکتیکونو سره پر تله کړی،او ګوته د تروریزم ځالی پاکستان ته اوږده کړی. د اسراییلی جاسوس چه نوم یی په ورځ پاڼه کی نه دی ذکر شوی وییلی چه، پاکستان د افغان سوله… نور لوستل »