parwan provience

د پروان د استيناف محکمې رئیس وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د پروان ولايت د استيناف  محکمې رئيس په يوه بريد کې وژل شوی دی.

د پروان د والي وياندې وحيده شهکار ويلي، چې د محکمې رئيس ميرويس تېر ماښام خپل کور ته پر لاره وو، چې د نامعلومو موټر سايکل سپرو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

شهکار وايي، چې تر اوسه د يادې پېښې لامل او عاملين نه دي معلوم شوي.

د پېښې مسؤوليت هم تر اوسه چا نه دی منلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د