شنونکي: حکومت دې ملګرو ملتونو ته تر پر لپسې شکایتونو وړاندې «غور» وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې طالب استازي په مسکو کې له سیاسي څېرو سره کېناستل محمد اشرف غني ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ، چې تر بندیز لاندې طالب مشران باید له سفرونو منعه کړي.

تازه چې په اسلام اباد کې د طالبانو د ناستې خبر ورکړل شوی دی، یو ځل بیا ملګري ملتونه د کابل ادارې د شکایت شاهدان دي.

بې بې سې لیکي، دوی د هغه رسمي لیک متن تر لاسه کړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي د امینت شورا د بندیزونو کمېټې ته لېږلی دی.

د سرچینې په وینا کابل اسلام اباد ته د طالب استازیو د سفر په اړه ملګرو ملتونو ته رسمي شکایت کړی او اندېښنه يې ښوودلې، چې دا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په مانا دی.

سیاسي شنونکی انجینر نظر محمد مطمئن وايي، حکومت دې تر دې شکایتونو وړاندې یو ځل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو او طالبانو تر منځ ناستې تر نظر تېرې کړې.

هغه په پرلپسې ډول هغه ناستې یادې کړې چې د چین، مسکو، برتانی، جرمني او فرانسې په مرسته یا هم د هغوی په جغرافیه کې ترسره شوې دي.

هغه لیکلي: «پر دې هم بیاځل فکر کول په کار ده چې امریکا او ناټو څه شي اړ کړل چې پر تورلسټ سترګې پټې او تورلسټ کې داخل طالب مشرانو سره په لوړه کچه دوحه کې خبرې وکړي، هلته چې تورلسټ کې شامل طالب مشرانو ته مخامخ ناست؛ افغانستان کې د امریکا / ناټو مخکینې قومندان نیکولسن بیا وروسته اوسنی قومندان جان میلر، د پنټاګون، سپینې ماڼۍ، سې آی اې او بهرنیو چارو وزارت استازي ناست وو.»

ښاغلی مطمئن وړاندې ليکي: «که اوس هم په تور لسټ کې شامل طالبانو اړوند؛ پورته ۶ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هیوادونو ته وړاندیز کوي چې د طالبانو پر سفرونو بندیز ولګوي، دوی (حکومت) دي په خپلو غوښتنو بیاځل فکر وکړي.»

پخوانی طالب چارواکی او د چارو څارونکی عبدالحنان همت په طنزي انداز لیکلي چې محمد اشرف غني دې په ملګرو متلونو کې ملتونو کې د شکایتونو لپاره بېل سفیر وټاکي.

هغه لیکلي: «طالب اوس هغه طالب نه دی چې تاسو او امریکایانو ترهګر ځینې جوړ کړی و، د طالب ډيپلوماسي او د خپلواکۍ داعیه اوس ټولې دنیا ولیدله، طاب اوس د یوه فکر او د افغانستان د نماینده نظام نوم دی، که نن پاکستان ته ځي، سبا به جرمني، بله ورځ به چین ته ځي اوس چې څوک له افغانستان سره روابط غواړي طالب به يې په سر کې وي.»

د شنونکو په باور د حکومت پرلپسې شکایتونه د محمد اشرف غني سوله‌ضد حرکتونه ډاګیزوي، هغه انګېري چې د سولې روان بهیر کې خورا یوازې پاتې شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د