زلمی خلیلزاد کابل ته را رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رارسېدلی او له اجراییه رییس سره يې لیدلي دي.

له اجراییه ریاسته خپره شوې خبرپاڼه لیکي، زلمي خلیلزاد د امریکا د سفیر جان بس په ملګرتیا له عبدالله عبدالله سره لیدلي او ګواکې د خپل سفر اړوند جزییات يې ورکړي دي.

عبدالله ټینګار کړی چې سوله ورته تر هر څه لومړیتوب لري او په وینا يې د څلوېښت کلنې جګړې ختمول تر هرڅه لومړيتوب لري.

زلمي خلیلزاد خپل پنځم سفر پیل کړی، چې له جرمني وروسته کابل ته راغلی او ټاکل شوې بیا اسلام اباد ته وخوځېږي او هلته له طالب استازیو سره هم وګوري.

زلمی خلیلزاد به د ورسره پلاوي په ملتیا د روانې میاشتې په ۲۵مه قطر کې له طالب مشرانو سره خبرې ولري او د ټېرې جنورې ناستې په پایله کې د رامنځته شویو کمېټو ترسره شوې چارې به سره شریکې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د