د افغانستان مخابراتي شرکتونه په ټګۍ  او پيسو وهلو تورن شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان مخابراتي شرکتونو له پېله تر اوسه خپلو مشتریانو ته د باور وړ خدمتونه نه دي وړاندې کړي او نه یې هم په کیفیت او بیو کې څرګند غوره والی راغلی.

د مخابراتي مسوولانو د فشار هغې ډلې ته د ځواب لپاره یوه نیمه اونۍ وخت غوښتی چې مخابراتي شرکتونه په ټګۍ او پيسو وهلو تورنوي او د اترا چیرې ده «Where is ATRA» کمپاین ته ځواب غواړي.

په تېره نږدې کې د خواله رسنیو له لارې د افغانستان مخابراتي شرکتونو پر وړاندې کمپاین پېل شوی، په دې کمپاین کې مخابراتي شبکې ملامتې ګڼل کیږي چې له پیرودونکو بې ځایه لګښتونه اخلي او د خدمتونو کیفیت یې هم تر ډيرې اندازې ټيټ وي.

ځینې مشتریان شکایت کوي چې هر ځل مبایل ته کریدیت داخل کړي لږ وروسته پرته له ګټه اخیستنې کریدیت ختم شي، دا ډول پرته له غوښتنې یې مبایل کې خدمتونه فعالیږي او کریدیت ترې وهي، او بالعکس یې مخابراتي شرکت د یاد لګښت په اړه ځواب نه وایي او په یوه او بله خبره مشتریانو ته بهانې کوي.

اترا (ATRA) چې د افغانستان مخابراتي شبکو فعالیتونه څاري وایي دوی د «اترا چیرې ده» کمپاین له لارې خبر شوي، د اترا مشر نجیب الله عزیزي وایي چې په وروستیو کې یې د خلکو ځینې مهم شکایتونه اوریدلي دي.

د نوموړي په وینا چې هیڅ مخابراتي شرکت حق نه لري تر هغو چې مشتریان خدمات ونه غواړي دوی یې په خپل سر ورته فعال کړي، دوی وایي چې د مشتریانو شکایتونه ځوابول ددوی دنده ده، او ډیر ژر به له مخابراتي شرکتونو څخه څیړنې ترسره شي.

دا مهال افغانستان کې شپږ دولتي او خصوصي مخابراتي شرکتونه فعال دي، چې د ۲۱.۸ ملیونه فعال سیمکارتونو څخه یې ۱۰.۵ ملیونه خلک انترنیت کاروي.

د یادونې ده چې په ۲۰۱۵م کال کې د افغانستان مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت لخوا پر مشتریانو په کریدیت زیاتولو ۱۰ سلنه مالیه ولګول شوه چې دغه مالیه د حکومت بودیجې ته ځي، خو د درې میاشتو په تیریدلو ددغه مالیې پر وړاندې د درغلی او اختلاس تورونه ولګيدل.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

نو حکومت چی په خپله رشوت خواری په هر دفتر کی مقرر کړی شرکتونه هم باید هماغه اصول مراعات کړی. خو کچیری طالبان په خیر راشی نه به هغوی کار ته پریږدی او نه دا شرکتونه. بیا که خدای کول د یو زنګ وهلو لپاره به پیښور او یا ایران ته منډی وهو چی څنګه له ملاغنی سره چی په سعودی کی کار کوی خبری وکړو. الله داسی یو حکومت را ولی چی دا ټول اصلاح کړی او یو پر مخ تللی افغانستان د نړی په سطح جوړ کړی.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دا تليفوني غلا له ډېره پخوا څخه را روانه ده. اوس دا غلا بېخي معموله خبره ګرځېدلې ده. له دغو شبکو څخه افغان بېسيم لومړی په کندهار کي خلکو ته ډيجيټل ټليفونونه په ډېرو لوړو بيو ورکړل، خو څو مياشتي وروسته له منځه ولاړل، بيا يې پر خلکو د موبايل ډېر بېکاره او ارزان بيه سيټونه او شمېرې په ډېرو لوړو بيو وپلورلې، ورپسې يې پر داسي بې کيفيته انټرنيټ باندي مياشتني فيسونه اخيستل چي هيڅ استفاده به نه ځني کېدل ان داسي ډېر پېښېدل چي درسته مياشت به انټرنيټ نه وو او يا به نه پرانيستل کېدی. بل ماته… نور لوستل »