افغانستان

پاکستان ته د طالب استازو سفر د نامعلوم برخلیک سره مخ دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د تيرې چهارشنبې په ورځ طالبانو وويل چې د فرورۍ په اتلسمه نيټه به يې پو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او هلته به ددې هيواد له لومړي وزير عمران سره د افغان کډوالو او سوداګرو د ستونزوپه اړه خبرې وکړي او هم به په دې هيواد کې له امريکايي لوري سره وګوري خو اوس ددې سفر د ځنډېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

بي بي سي د طالبانو د يوې سرچينې له قوله ويلي دي چې طالبانو له عمران خان سره اعلان شوې ناسته لغوه کړې ده.

د بي بي سي د سرچينې له قوله ويل شوي دي چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي له عمران خان سره د ليدلو له پاره هيڅ پلان نه لري.

د سميع يوسفزي په نامه يو بل خبريال چې د طالبانو کړنې څاري هم ويلي دي چې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو ناسته لغوه شوې ده.

ټاکل شوې وه چې د سعودي عربستان ولي عهد محمد بن سلمان تيره ورځ اسلام اباد ته لاړ شي خو د نوموړي سفر يوه ورځ وځنډېد او تمه ده چې نن ورځ پاکستان ته سفر وکړي.

رويټرز خبري اژانس تيره ورځ خبر ورکړ چې ښايي محمد بن سلمان پاکستان ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو له استازو سره هم وګوري خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې د جنورۍ په نهمه نېټه په قطر کې د طالب استازو او امريکايي لوري ترمنځ ناسته کېدونکې وه خو هغه ناسته هم د څو ورځو له پاره ځنډول شوې وه چې بيا د جنورۍ په وروستيو کې ترسره شوه او شپږ ورځې يې دوام وکړ.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د اسلام اباد د سفر په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

طالبان خو هملته دی نو سفر یی په څه معنی ده. هر وخت چی عمران خان وغواړی یو زنګ وهی او د طالب مشران په منډه منډه ورځغلی. خو کچیری بیا هم طالبان علان وکړی چی د پاکستان غونډه کی شرکت نکوی دابه هغوی ته ښه وي، ځکه چی پاکستان همدا اوس هم وایی چی طالبان خو مونږه د خبرو میز ته حاضر کړی.

هارون

طالبان چې هرڅومره په اوسنیو شرایطو کې د پاکستان څخه ځان لېرې وساتي هغومره یې په ګټه ده.طالبان به په دې ښه پوهېږي او باید هم پوه شي چې ډېری افغانان که په هر ګوند یا کومې ډلې پورې تړاو لري، سخت د پاکستان د پوځ او ای اس ای مخالف دي اود دې لپاره منطقي دلایل هم لري. له یوې خوا په افغانستان کې د دې هېواد ۴۰ کلنه تباه کوونکې لاسوهنه، د مجاهدینو په جنګ اچول او د طالبانو د مشرانو وژل او بندي کول یې هغه ښې بېلکې دي. طالبان باید دې اصل ته هم ښه ځیر… نور لوستل »

مجاهد

زه باور لرم چه په دی کار به امریکایانو له یوی خوا غلام غنی خوشاله کړی وی چه څه وخت د مخه یی ملګرو ملتو ته د طالب مشرانو په سفرونو بندیز ولګوی او هم یی له دی امله تور لست ته په اهمیت قایل شو چه محمد بن سلمان د عمران خان او طالبانو سره لیدل امریکا له دی وډاریدله داسی نه چه طالبان هم محمد بن سلمان او هم عمران خان د امریکا له غلامی وباسی او د طلبانو سره رشتونی ملګری شی . زما وړاندیز طالبانو ته دا دی چه تر ټولو غوشتنو دمخه د تور لست… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x