
کابل: د لوړو زده کړو وزير ساتونکو د پوهنتون استاد وهلی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د کابل پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګې استاذ “محمود مرهون ” د لوړو زدکړو وزیر د ساتونکو له لوري وهل شوی او سپکې سپورې ورته شوي دي.
محمود مرهون په دې اړه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: (نن سهار له پوهنتون څخه وتلم، لار مې د بل استاذ موټر ته پرېښوده چې د وزیر د ساتونکو لخوا لومړی سپکې سپورې راته وویل شوې، وروسته یې پر پزه او خوله پر بوکس ووهلم.)
دا لومړی ځل نه دی چې د لوړ پوړو چارواکو یا د هغوی د ساتونکو لخوا ټيټ پوړي مامورين وهل کيږي او سپکې سپورې ورته ويل کيږي مګر تر دې وړاندې هم په لسګونو ورته پېښې شوي دي.
څو اوونۍ وړاندې د کورنيو چارو پخواني وزير “ویس برمک ” له لوري یو جنرال په مطبوعاتي کنفرانس کې د کیمرو او رسنیو پر وړاندې وښکنځل شو چې ترشا یې پراخ غبرګونونه لرل.
څه پروا کوی دا وهل او ډبه ول خو د طالبانو کار هم وو او اوس هم ده. افغانان بیغیر له ډبه ولو کله هم نه سړی کیږی. بیا د سړی چا استاذ کړی؟
ایا زہ دلته خپل موضوع صفتولای سم