هند حکومت د «پي ایس ایل» سیالیو په ښودلو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د هند تر ولکې لاندې د کشمیر پلوامه سیمه کې د هند لپاره د سترې فاجعې رامنځته کېدلو څخه وروسته د هند حکومت په دغه هېواد کې پر پاکستان سوپر لیګ ژوندۍ بڼه ښودلو بندیز ولګاوه.

د هندي ورځپاڼو د راپورونو پر اساس د هند حکومت ددغه هېواد د ژوندۍ بڼې خپرولو کمپنیو ته خبرداری ورکړی چې د یاد لیګ سیالیو خپرونې بندې کړي.

د لومړی وار نه دی چې د دواړو هېوادونو د کړکیچن سیاسي وضعیت له کبله د لوبو لړۍ اغیزمنه کیږي بلکې د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو شمېر سیالیو لغول کېدل اوس یوه عامه ستونزه ګرځېدلې ده.

د هندوستان کرېکټ لوبغاړي پرته له (IPL) څخه په بل هیڅ لیګ کې ګډون نه کوي، خو پاکستاني لوبغاړي له لومړي هند غوره لیګ پړاو پرته د سیاسي کړکیچونو له کبله په دغه لیګ کې نه منل کیږي.

د یادونې ده چې وړمه ورځ د پاکستان سوپر لیګ څلورم پړاو په پرلپسې ډول د شپږ لوبډلو په ګډون په عربي اماراتو کې پېل شو او د مارچ تر ۱۷مې نېټې به دوام وکړي، یاده دې وي چې په یاد لیګ کې هیڅ کوم افغان لوبغاړي ګډون نه دی کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د