
د سعودي عربستان ولي عهد اسلام اباد ته ورسېد
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ سلواعه، ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان ولي عهد محمد بن سلمان د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته ورسېد.
له نوموړي سره د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير په ګډون ګڼ شمير دولتي چارواکي په دې سفر کې ملګري دي.
د پاکستان د لومړي وزير عمران خان او ددې هيواد د پوځ مشر قمر جاويد باجوه او په اسلام اباد کې د سعودي عربستان سفير په ګډون ګڼ شمير پاکستاني چارواکي د محمد بن سلمان هرکلي ته نور خان هوايي ډګر ته ورغلي دي.
پاکستان ته د سعودي پلاوي په ورتګ سره سبا ددې هيواد په پلازمينه کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
ټاکل شوې ده چې محمد بن سلمان پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له دې هيواد سره د مرستو او هلته د ځينو پروژو د پيل کولو اعلان وکړي.
اسلام اباد ته د سعودي عربستان د ولي عهد سفر په داسې حال کې کيږ ي چې ټاکل شوې وه د طالبانو پلاوی هم سبا (فروري اتلسمه) دې هيواد ته سفر وکړي، خو طالبانو ته نژدې سرچينو اسلام اباد ته د طالب استازي د سفر د ځنډېدو خبر ورکړی دی.