طالبانو اسلام اباد ته د سفر ځنډېدو لامل په ډاګه کړ

طالبانو اسلام اباد ته د سفر ځنډېدو لامل په ډاګه کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې وه چې د طالب مشرانو يو پلاوی د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته سفر وکړي خو دا سفر لغوه شوی دی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې پاکستان ته سفر يې د ملګرو ملتونو او امريکا په تور ليست کې د طالب مشرانو د شموليت او د سفري بنديزونو له امله ځنډېدلی دی.

د ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د اسلام اباد په غونډه کې يې د ګډون له پاره چمتو والی نيولی و؛ خو په تورليست کې د طالبان مشرانو د نومونو موجوديت له امله يې د سفر زمينه برابره نشوه.

طالبانو د رسنيو هغه راپورونه رد کړي دي چې ويل کيږي چې دا غونډه د دوی له لوري لغوه شوې ده.

نن سهار هم ځينو رسنيو د طالب مشرانو د سرچينو په حواله خبر ورکړی و چې اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر ځنډېدلی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بسم الله ا
میلمه
بسم الله ا

هره هغه غونده چه طالبانو ته پکی د ګټی په ځای تاوان وی هغه غونډه الله ج د یو څه عواملو له امله ځنډوی او یا بندوی لکه دجدی غونده چه رد شوه، ورپسی د قطر غونده هم رد شوه او نن د اسلام اباد غونډه ځند شوی او لا رد شی . مونږ مخکی هم ویلی وو چه طالبان د الله ج عسکر او د الله ج درضا د پاره د ټول نړیوال کفر او نړیوال منافقینو په ضد جنګیږی او فکر کوم دا شاید تر ټولو اخری هغه جنګ وی به کوم کی چه دجال د عیسی په… نور لوستل »