د بیان ازادي او د حکومت بد معاشي

محیب الله غورځنګ

پښتو متل دی چې وایي: کوږ بار تر منزله نه رسېږي.

ما مخکې یوه مقاله د موجوده حکومت پر نیمګړتیاو او ستونزو ولیکله او په هغه کې مې سالم نقد کړی و. نقد مې عقدوي نه؛ بلکې منطقي و. رسنیو ته مې دا مقاله واستوله. روهي وېبپاڼې خپره کړه او په څو دقیقو کې سلګونه کساتو وکتله او خپل نظرونه یې شریک کړل.

دغه مقاله ۲۷ دقیقې وروسته له سایټ څخه پاکه شوه. زه په روهي وېبپاڼې نقد نه کوم، ځکه چې تل یې انتقادي لیکنې هم خپرې کړې دي. یعنې د بیان د ازادۍ په برخه کې یوه غوره وېبپاڼه ده.

دا چې دوی به هم خامخا تر فشار لاندې راغلي وي او دا مقاله یې پاکه کړې ده، دا بېله خبره ده. موجوده حکومت د سالم نقد هېڅ حوصله نه لري چې دا کار یې دبیان د ازادۍ او ډیموکراسۍ په وړاندې د خطر زنګ دی.

که څه هم د کرزي په حکومت مې هم انتقادونه کول، خو که چېرې د کرزي صاحب د وخت د بیان ازادي له اوسني وضعیت سره پرتله شي، د ځمکې او اسمان توپیر لري. اوس ډېری داسې کسان ما لیدلي دي چې د فیسبوک پر پوسټ باندې تحدید شوي دي. ځینې کسانو چې د وطن د ملي ګټو په خاطر باندې د حکومت پر ناسمو کړنو نقد کړی دی، یا تحدید شوي دي او یا ورته توطئې جوړې شوې دي.

زه حکومت ته وایم چې ولس هرڅه څاري. هغه متل دی چې وایي: چې په پټه یې وهې، په ښکاره به لنګېږي.

دا زمونږ مسوولیت دی چې و وایو چې پر قانون ولې معامله کېږي؟ دولت تر غوږونو په فساد کې غرق دی. د موجوده حکومت په جریان کې زمونږ ۴۵ زره سرتېري په شهادت ورسېدل. دا د کمزوري مدیریت او د غلو او بې احساسه مسوولینو له لاسه.

د بیان ازادي او ډیموکراسي زمونږ د اولسو کلونو له ښو لاسته راوړنو څخه ده. حکومت ته په کار نه ده چې په دیکتاتورۍ او بدمعاشۍ باندې دې لوی ارزښت ته صدمه ورسوي.

رسنۍ هم باید د خپل وطن د ملي ګټو په خاطر حقایق نشر کړي. د رسنیو تر ټولو لوی مسوولیت بې طرفي او د حقایقو خپرول دي. حکومت پر ولس نورې کومې ملنډې ووهي؟ د ولسي جرګې تېرې ټاکنې چې ترسره شوې، ایا دا د ولس په سرنوشت باندې رخشند نه و؟ داسې شرمېدلي انتخابات وو چې سړی یې په نوم شرمېږي.

دا سمه ده چې حکومت به د ټاکنو کمیسیون ځینې غړي له دندو ګوښه کړي وي، خو دا مسوولیت بیا د حکومت دی چې ولې یې یو با تعهده او ښه کمیسیون را منځ ته نه کړ؟

حکومت ته په کار دا ده چې په خپل ځان کې اصلاحات راولي او له سالمو انتقادونو څخه دې بد نه وړي. مونږ دا نه وایو چې موجوده حکومت هېڅ کار نه دی کړی، خو هغه وعدې چې ولسمشر یې تر اوسه پر سټېج ملت ته ورکوي، په ځانګړې توګه له فساد سره مبارزه او اصلاحات، دا یواځې شعار دی.

تاسو پوښتنه وکړئ، چارواکو سمه دوکانداري شروع کړې ده. په دې برخه کې کرزي لا یوه خبره ښه په ډاګه کوله چې فساد خو کوئ، خو پیسې په هېواد کې مصرف کړئ. د اوسني حکومت د غلو پیسو بهر ته روانې دي.

له دوستانو څخه مې هیله دا ده چې سالم نقد ته په عقدوي نظر ونه ګوري.

د اوسني حکومت تر پایه شاید ډېرې خبرې پټې پاتې شي، خو سبا تاریخ هرڅه لیکي. چارواکو ته مې سپارښتنه دا ده چې د تاریخ له پېغوره به څنګه ځانونه خلاصوئ؟