کریس ګېل د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو سره مخه ښه وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ویسټ انډیز لوبډلې تکړه او په اسمان څکو شپږیزو مشهور لوبغاړی کریس ګېل به د راتلونکي ۲۰۱۹م یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام څخه وروسته له یو ورځنیو سیالیو څخه استعفا وکړي.

کریس ګېل په ځانګړي ډول په کورني لیګونو کې د تفریح او ساعت تیري رول لوبوي، او دده شپږیزې په نړیواله کچه یادیږي اوسمهال په نړۍ کې د زیاتو شپږیز وهلو ریکارډ هم په خپل نوم لري.

د ویسټ انډیز کرېکټ ټویټر پاڼې څخه په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې کریس ګېل د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو څخه استعفا وکړه او د راتلونکې ۲۰۱۹م نړیوال جام څخه وروسته به چې په انګلستان او ویلز کې ترسره کیږي مخه ښه وکړي.

کریس ګېل اوسمهال له خپلې لوبډلې څخه زیات په غوره لیګونو کې لوبیږي، چې په یوه لوبه کې د زیاتو منډو، زیاتو شپږیزو، چټکې نیمه سلیزې او داسې نور ډیر ریکارډونه لري.

د ۲۰۱۸م کال جولایي میاشتې راهیسې نوموړي د خپلې لوبډلې سره د یو ورځنۍ سیالۍ نه دي ترسره کړي، چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به د انګلستان پر وړاندې ولوبیږي.

۳۹ کلن «یونیورس باس» د افغانستان غوره لیګ په لومړي پړاو کې د «بلخ لیجنډز» لوبډلې سره یوځای لوبیدلی چې د نوموړي په وړتیا بلخ لوبډلې د یاد لیګ لومړي پړاو اتلولي خپله کړه.

کریس ګېل د ټیسټ سیالیو څخه په ۲۰۱۴م کال کې استعفا کړې وه، نوموړي په ۱۸۲ ټیسټ پاڼیو کې د ۱۵ سلیزو او ۳۷ نیمه سلیزو په مرسته ۷۲۱۴ منډې جوړې کړې وې، هغه لومړی لوبغاړی دی چې په نړیوال جام کې یې ډبل سلیزه وهلې ده (نوموړي په ۲۰۱۵م نړیوال جام کې د زمبابوې پر وړاندې ۲۱۵ منډې جوړې کړې وې).

دا ډول کریس ګېل د ویسټ انډیز لوبډلې په ګټه تر دې دمه په ۲۸۴ یو ورځنیو سیالیو کې په ۳۷.۱۲ اوسط ۷۷۲۷ منډې جوړې کړي، نوموړي دا ډول ۵۴ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ هم ترسره کړي دي، چې له دې وروسته به هم ادامه ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د