پر ایراني عسکرو د بريد په تړاو تهران د پاکستان سفير وربللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل):  د ایران د بهرنيو چارو وزارت نن يکشنبه په  تهران کې د پاکستان سفیر رفعت مسعود ورغوښتی و او هغه ته يې په سيستان سيمه کې پر سپاه پاسداران ایراني عسکرو د بريد په تړاو احتجاج کړی و.

ایراني  رسنۍ وايي، چې د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير ته سخت احتجاج کړی او له اسلام اباد څخه يې غوښتي، چې پر سپاه پاسداران د بريد عاملين معلوم او پر  خپله خاوره د هغوی پر ضد عمليات وکړي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند  قاسم بهرامي په تهران کې رسنيو ته وويل، د پاکستان له سفير څخه يې غوښتي، چې د ایران او پاکستان ګډې پولې ته څېرمه سيمو کې دې د پاکستان حکومت د ایران مخالفو وسله والو ډلو مرکزونه ونړوي او د دغو وسله والو پر ضد دې له ایران  سره مرسته وکړي.

تر دې وړاندې د ایران د ملي امنيت شورا رئيس علي لاريجاني ويلي و، چې پر ایراني پوځيانو د بريد پړه پر پاکستان ده او دغه بريد د  پاکستان په خاوره کې پلان شوی بولي.

 پاکستان پر ايراني پوځيانو شوی برید غندلی او پاکستاني رسنيو ويلي،چې د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوی سبا دوشنبه د ياد بريد په اړه د ایران پلازمېنې تهران ته ځي او ایراني چارو سره به د ګډې پولې د امنيت لپاره ایراني چارواکو سره ګډه ناسته وکړي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک تېره اوونۍ ويلي و، چې د بلوچستان ولايت سيستان سيمه  کې د پاکستان پولې ته څېرمه په يوه موټربم بريد  کې ۲۷ ایراني پوځيان وژل شوي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د