نبوي حدیث

د کاڼي کرښې (لنډ حدیثونه – نهه ویشتمه برخه)

مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)

۱. اعظم الناس حقا علي المرأة زوجها واعظم الناس حقا علي الرجل أمه .كنز العمال

ترجمه : په ښځه باندې تر ټولو زیات حق لرونکی د هغه خاوند دی په سړي باندې تر ټولو زیاته حق لرونکې ښځه د هغه مور ده .

۲. إِنَّ كَذِبًا عَلَيَّ لَيْسَ كَكَذِبٍ عَلَى أَحَدٍ. صحیح البخاري

ترجمه : پر ما پورې درواغ ویل داسې نه دي لکه په بل کس پسې درواغ ویل (هغه درواغ چې په ما پسې وویل شي د هغې ګناه تر هغه درواغو زیاته وي چې په عام کس پسې وویل شي).

۳. اعمار امتي ما بين الستين الي السبعين .سنن ابن ماجة

ترجمه : زما د امت عمرونه به (اکثر) د شپېتو او اویاوو تر مینځ وي .

۴. إِنَّ الْغَادِرَ يُرْفَعُ لَهُ لِوَاءٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. صحیح البخاري

ترجمه : بېشکه هغه کس چې خیانت کوي د هغه لپاره به بیرغ پورته کول کیږي د قیامت په ورځ (هر څوک به یې پېژني چې دا خائن دی).

۵. إِنَّ فِي الْجَنَّةِ بَابًا يُقَالُ لَهُ الرَّيَّانُ يَدْخُلُ مِنْهُ الصَّائِمُونَ يَوْمَ الْقِيَامَة. صحیح البخاري

ترجمه : بېشکه په جنت کې یوه دروازه ده هغې ته الریان ویل کیږي له هغې نه د قیامت په ورځ هغه کسان ننوزي چې روژې یې نیولې وي.

۶. اغتنم خمسا قبل خمس : حياتك قبل موتك وصحتك قبل سقمك وفراغك قبل شغلك وشبابك قبل هرمك وغناءك قبل فقرك . كنز العمال

ترجمه : پنځه شیان تر پنځو شیانو وړاندې غنیمت و ګڼه (فایده ورڅخه واخله) :

خپل ژوند تر خپل مرګ وړاندې .

خپل صحت تر خپلې بیماري نه وړاندې .

خپل فراغت تر مصروفیت وړاندې .

خپله ځواني د تر زړتوب نه وړاندې.

خپله مالداري تر غربت نه وړاندې .

۷. إِنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَا يَنْكَسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ. صحیح البخاري

ترجمه : بېشکه لمر او سپوږمۍ د چا د مرګ له امله نه توریږي.

۸. إِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِي إِلَى الْبِرِّ وَإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِي إِلَى الْجَنَّةِ. صحیح البخاري

ترجمه : بېشکه رښتیا نیکي ته هدایت کوي او نیکي هدایت کوي جنت ته .

۹. افضل الاعمال ان تدخل علي اخيك المؤمن سرورا أو تقضي عنه دينا .كنز العمال

ترجمه : غوره عملونه دا دي چې خپل کوم مؤمن ورور ته د خوشحالي ورکړې او یا له هغه نه کوم قرض خلاص کړې.

۱۰. أَنَّ رَجُلًا قَالَ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَوْصِنِي قَالَ لَا تَغْضَبْ. صحیح البخاري

ترجمه : بېشکه یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل ماته وصیت وکوه (نصیحت راته وکوه) رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل مه غصه کېږه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

مولوی صیب: کور دی آباد ځوی لوی. دا ملغلری دی چی تاسی یی په مفته مونږه ته رارسوی. الله د جنتونه پر نصیب کړه. ماته دعا وکړه چی ځینی ملګری می په خوسو خبرو باندی خفه کړی دی او سخت پښیمانه یم. زما یی پر سیاست څه# دی پر حکومت هم شی او په ترهګرو هم. ولی څوک را څخه خفه شی. والسلام

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx