مسکو ناسته؛ د طالب استازي پر امامت د جماعت لمونځ

پر افغان حکومت د طالبانو بل سیاسي ګوزار!

مسعود ارین

په عنوان کې مې چې د ( بل) ټکی راوړ نو دا مانا، چې تر دې وړاندې هم افغان حکومت د طالبانو سیاسي ګوزارونه خوړلي دي.

له کومه وخته چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتلی، د افغانستان په اړه یې ارادې ډیرې خړې ښکاره کیدې چې له همدې امله یې د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي هم ډېره وروسته اعلان کړه خو چا چې ټرمپ ته په افغانستان کې د پاته کیدو مشوره ورکړې وه او ټرمپ یې خبره منلې، لږ وخت وروسته په افغانستان کې حالات ډېر بدل ولیدل او په ښکاره ډول د ټرمپ ستراتیژي سل په سلو کې ناکمه ثابته شوه.

هر کله چې ټرمپ د افغانستان حالت سم مطالعه کړ او په دې پوه شو، چې څومره زر کیږي، باید له افغانستانه پښې راسپکې کړي، نو یې سمدلاسه د عقل او منطق هغه لار اختیار کړه، چې طالبانو ورته اتلس کاله وړاندې وړاندیز کړی وو او ډېر ژر یې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله او وزارت د ټرمپ له لارښونې سره سم د زلمي خلیلزاد په مشرۍ مرکچي ټیم وټاکه ترڅو د طالبانو له استازو سره د خبرو اترو له لارې د افغانستان مسئله حل و فصل کړي.

په دې وخت کې نو د طالبانو هغه وخت وو، چې په ډېره ځلیدنکې توګه سره د سیاست نړۍوال سټېج ته راووتل او د نړۍ والو په وړاندې افغان حکومت پیکه او کمزوری ښکاره شو، که څه هم د طالبانو سیاسي هلې ځلې تر دې وړاندې هم تر خپله وسه او د خپل فعالیت له دائرې سره سمې روانې وې، خو دا هغه وخت وو چې نور نو طالبان د یو قوي پوځي ځواک ترڅنګ په نړۍ کې په سیاسي ځواک هم وپېژندل شول.

له دې وروسته د طالبانو سفرونه په ښکاره ډول ترسره کیدل شروع شول، د استازو یې اکثره هیوادونو ته سفرونه، په ابوظبۍ کې غونډه، په روسیه کې له یو قوي سیاسي درېځ سره په غونډه کې ګډون، د سعودي عرب له لوري ورته دې هېواد ته بلنه او د دوی له لوري یې رد، همدا رنګه د پاکستان له لوري اسلام اباد ته په ورتګ ټینګار او د طالبانو له لوري یې په زغرده توند ځواب، له امریکایي ټیم سره شپږ ورځې مهمې خبرې او بیا ورپسې د افغاني جهتونو سره په مسکو کې غونډه، دا ټول د طالبانو لخوا په افغان حکومت هغه سیاسي ګوزارونه ول، چې اوس یې اشرف غني او حکومت داسې یواځې کړي، چې د نړیوالو رسنیو د سر خبرونه په همدې موضوع پیلیږي: اشرف غني تنها او حکومت یې منزوي دی.

په پام کې وه، چې د روان کال د فبرورې میاشتې په ۱۸ مه نیټه به د طالبانو یو پلاوی د پاکستان په غوښتنه دې هیواد ته سفر وکړي او د امریکایي ټیم سره د خبرو تر څنګ به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم د افغان مهاجرینو او تاجرانو په ستونزو سره وغږیږي.

افغان حکومت د دې له ډاره چې بیخي به یې حیثیت له صفر سره ضرب شي د دې کار د مخنیوي په خاطر ملګرو ملتونو ته یو له مایوسۍ ډک لیک ولیږه او غوښتنه یې وکړه، چې دا کار باید ونشي؛ ځکه چې زموږ حیثیت ته به سخته ضربه ورسیږي او بالمقابل طالبان به بیخي د موازي حکومت شکل اختیار کړي.

په دې وخت کې افغان حکومت ته د وعده ورکونکي “سعودي” ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د طالبانو تر منځ د لیدو کتو خبرونه هم خپاره شول، چونکه سعودي افغان حکومت ته ویلي وو، چې طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته اماده کوي، نو له موقع نه په استفادې محمد بن سلمان ممکن د پاکستان له لوري په طالبانو ځیني ناروا او د دوی له اهدافو سره ټکر فشارونه راوړي وي چې په دې توګه سره طالبانو بیرته د پاکستان غونډه لغوه اعلان کړه او د دې په خاطر چې خپل حریف افغان حکومت تر یو بل ټینګ سیاسي ګوزار لاندې راولي وویل، د ملګرو ملتونو او د امریکا د تور لیست له امله د دوی غړو پاکستان ته سفر ونکړای شو، نو ځکه غونډه لغوه اعلان شو، که رښتیا داسې وي، نو دا د ابوظبۍ، روسیې او نورو هیوادونو د غونډو پر مهال دا ملګري ملتونه او تور لیست چیرته وو؟

طالبانو په دې کار سره د افغانستان حکومت ته داسې ګوزار ورکړ، چې په دې سره به د دوی سیاسي حرکت نور هم پیاوړی شي او برعکس د افغان حکومت په اړه به هغه باور نور هم پیاوړی کړي، چې د سولې په مخ کې خنډونه جوړوي.

وایي: خپله لاسه ګله لاسه. نو افغان حکومت ته هم اوس دغه ورپېښه ده، هر څه له خپله لاس ورپیښ شول، نه د دین شو نه د دنیا، هم یې هغه ګټه له لاسه ورکړه چې محمد بن سلمان په تمه کړی وو او هم یې د سولې ضد اقدام یو بل داغ هم په تنډه ولګاوه

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

ارین صاحب ته.
سوله نه د طالیب او نه د دولت په لاس کی ده.سوله د امریکا او پاکستان په لاس کی ده.د هند برید سوله ته سخته ضربه ورکړه.
نړیوال یو ځل بیا د تروریزم څخه په لړزه شول.نړیوال ورځپاڼه بیا د ترور او سوله لیکنه څخه ډکه وی.
خو په هندی پولیسو برید طالیبانو ته سخته ضربه وارده کړه.