جانان خدرخېل

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

لکه ورور ته چې ور اَوړي د ورور سترګې
داسې اَوړي د ملګري په لور سترګې

د یو چا سترګو ته دومره انتظار یم
هره لاره کې مې ایښي څلور سترګې

چې د هرې یوې نجلۍ سترګو ته ګورم
زما سترګو ته درېږي د خور سترګې

په سفر کې به مې سترګې تکې سرې وې
یادېدې به مې یوازې د ‹‹مور›› سترګې

کاڼي زړونه ګرځوي او وچې سترګې
ځینې خلکو لګولي د اور سترګې

مرګي داسې سترګې پټې کړې جانانه
چې ور اوُښتې د کلي او کور سترګې

سترګې تورې ګرځوې بلا دې واخلم
خو د سترګو جنګ دې نۀ دی زده تور سترګې!

د دې دواړو سترګو ګاټي مې خوږېږي
“خدرخېله” پټومه په زور سترګې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل

۱۳۹۷/۱۱/۱۵

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د