حوثیانو د سعودي دننه د ځمکو لاندي کولو دعوه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د یمن پر پلازمینه واکمن شیعه ډلې حوثیانو دعوه کړې چې د سعودي په سرحداتو کې يې سیمې لاندي کړي او د سعودي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د حوثې ملیشو خبري سرچینو ویلي چې دوی په جازان، نجران او عسیر کې د سعودي ځواکونو څخه سیمې نیولي دي او یو شمېر عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

حوثیانو د هغو سعودي ټانګونو ویډیوګاني هم خپرې کړې چې په وینا یې د جګړې پر مهال سوځېدلي دي.

په ورته وخت کې د تیرې شنبې په ورځ سعودي ځواکونو وویل چې په سرحدي سیمو کې يې نهه تنه عسکر له لاسه ورکړي دي.

که څه هم له ډېره وخته د سعودي په جنوبي سرحداتو کې له تیرو څو کلونو راهیسي د دواړو اړخونو تر منځ جګړه روانه ده خو په دې وروستیو کې يې یو ځل بیا زور اخیستی او دواړه لوریو یو بل ته د درنو تلفاتو اړخونو ادعاوي کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د