افغانستان

کندهار؛ حکومت وايي د شرابو فابریکه يې نړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د کندهار ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز کې يې د شرابو د جوړلو یوه فابریکه نړولې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي، دا فابریکه په دوولسمه امنیتي حوزه کې وه او په وینا يې ۱۵۰ بوتله شراب يې هم ترې نیولي دي.

هغه ازادۍ راډيو ته ويلي، په دې اړه يې یوازې یو تن نیولی او «پلټڼې ترې روانې دي.»

هغه نه دي ويلي، چې دې فابریکي له کله راهیسې کار پیل کړی و او د کار لپاره ورته زمینه څنګه برابره شوې وه.

ځايي چارواکو په دې اړه هم څه نه دي ويلي، چې د دې فابریکي تولیدېدونکي شراب چا مصرفول او مشتریان يې څوک و؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x