کابل؛ مقناطیسي ماین یو تن وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه یو مقناطیسي ماین یو تن وژلی دی.

د کابل پولیسو ۱۰۱ اسمايي زون قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي، چې پېښه تېره شپه شاخوا اته بجې د یوولسمې حوزې اړوند پنجشیر واټ کې وشوه.

د هغه په وینا مقناطیسي بم د نصرت په نوم د یو تن په موټر پسې نښلول شوی و، چې موټر ته د هغه له پورته کېدو سره سم يې چاودنه وکړه.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

کابل ښار کې د چاودنو د وېرې تر څنګ غلا او نورې جنايي پېښې هغه څه دي چې خلک يې له وراخطايۍ سره مخ کړي دي.

خواله رسنیو کې نږدې هره ورځ د لارې شکونکو له غلا، وهل کېدو او ټپي کېدو شکایتونه کېږي، چې شکایت کوونکي پولیس هم د دې غلو د بانډ همکاران او غړي بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د