خلیلزاد غني ته: په ډيپلوماټيکه لار کې مو ګټې خوندي کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ ناوخته د حکومت له بل شریک محمد اشرف غني سره لیدلي دي.

هغه وړاندې تر دې له عبدالله عبدالله سره هم د سولې اړوند خبرې اترې کړې وې، تازه ارګ وايي چې له غني سره يې هم لیدلي دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې زلمي خلیلزاد ويلي دوی هڅه کوي چې له ډيپلوماټیکو لارو او خبرو اترو د امریکا او کابل ګټې خوندي کړي.

دوی د سولې پر روان بهیر خبرې اترې کړې دي، چې د سرچینې په وینا خلیلزاد د دواړو لوریو ګټې په سیاسي لارو کې د خوندې کېدو وړ بللې دي.

دا په داسې حال کې دی چې محمد اشرف غني د سولې د پلویتوب له ظاهري دعوې سره سره ملګرو ملتونو پرلپسې شکایتونه کړي دي چې پر طالبانو د سفرونو بندیزونه عملي کړي.

طالبانو په اسلام اباد کې کېدونکې ناستې لغوه کېدل هم د خپلو ځينو مشرانو د تور لیست له امله بللي دي.