نړۍ

د علماو ټولنه: د اسرائیل سره دعربو نیژدېوالی خطرناک دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د مسلمان علماو نړیوالې اتحادیې په یوه بیان کې ویلي چې په دې وروستیو کې د پولنډ په پلازمینه وارسا کې د اسرائیلي لومړي وزیر نتنیاهو په ګډون کې د عربي هیوادونو د مسؤولینو را ټولېدل او د ایران پر ضد د یوې جبهې جوړولو هڅه خطرناکه ده.

د اتحاد علماء المسلمین په نامه نړیوالې ټولنې ویلي: مسلمانانو په ډېر حسرت سره هغه مناظر ولیدل چې د فلسطین او قدس شریف د غاصب اسرائیلي لومړي وزیر سره د عربي هیوادونو مشران په یوه غونډه کې را ټول وه. هغه اسرائیل چې فلسطین او قدس شریف یې غصب کړی، ښارونه یې محاصره کړي، اوسیدونکي يې وژني، د امریکا په ملاتړ قدس شرف او فلسطین په یهودیت اړوي.

په بیان کې راغلي: «د اسرائیل لومړی وزیر نتنیاهو په دغه غونډه کې په فخر وویل: دا یو تاریخ پړاو دی، او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څخه یې غوښتنه وکړه چې د عربو او اسرائیل تر منځ نور هم اړیکې ورغوي، خو دغو عربي چارواکو ټول هغه هیر کړه چې اسرائیلو په قدس شریف، غزه، ضفه او نور سیمو کې وکړه.

او زیاتوي: نه یوازي دا، بلکې ځینو عربي چارواکو په دیپلوماتیکه لهجه په فلسطین او سوریه کې د اسرائیلي کړنو څخه ملاتړ اعلان کړ او د هغوی پر وړاندي مقاومت کوونکي يې وغندل، صرف ددې لپاره چې امریکا او اسرائیل د ایران پر ضد جګړې ته وهڅوي.

په بیان کې ټینګار شوی «ټول حقیقتونه ثابتوي چې د عربو او اسرائیل دغه نیژدېوالي څخه اصل هدف د فلسطین قضیه ده او د «صفقة القرن» پر لوري ګامونه اخیستل دي، چې باید ونه شي.».

صفقة القرن یا د پيړۍ تړون په سیمه کې د عربو او اسرائیل تر منځ د ټرمپ هغې تګلارې ته ویل کیږي چې په وروستیو کلونو کې باندي کار روان دی او په اړه یې ګمان کیږي چې فلسطینیان به مجبورا د اسرائیلو په حق کې لوی تنازلات وړاندي کوي، لکه د قدس شریف مقدس ښار اسرائیلو ته پرېښودل او د مهاجرینو د بیا را ستنېدو حق له لاسه ورکول.

د مسلمانو علماو نړیوالې اتحاديې ویلي چې حتی که عرب بریالي شي، او امریکا د ایران پر ضد په وسلوال برید لاس پوري کړي، نو تاوان به یې بیا هم سیمې ته وي او په سیمه کې به د غټي ګډوډۍ سبب وګرځي چې ګټه به یې بالاخیره بیا هم یوازي د اسلامي امت دښمنانو ته ورسیږي.

دوی ټنیګار کړی چې د اسلامي نړۍ امن او سوکالي هیڅ کله د دښمن سره په تعاون نه را منځته کیږي، خصوصا داسي دښمن چې د نیل څخه تر فراته د دولت جوړلو خوبونه ویني او په مدینه منوره کې د خپلو پخوانیو ځمکو لکه خیبر، بني النضیر، قینقاع او قریضه د بیا ازادولو ارمان لري.

دوی زیاته کړې: د صهیونیانو ازلي غوښتنه ده چې مسلمانان سره وویشي، او په سیمه کې لویه ګډوډي را منځته کړي تر څو دغه دولتونه په خپلو کې سره په جګړو وي او دوی کرار ناست، ننداره کوي.

«د غاصب یرغلګرو صهیونیانو سره ایتلاف او اړیکې لوی خطر دی، بلکې د تیرې پیړۍ د پنځوسمي کلیزې څخه د مصر، سعودي، عراق، سوریې، مغرب او نورې نړۍ علماو د اسلامي امت سره (لوی خیانت) بللی دی».

د مسلمانو علماو نړیوالې اتحادیې په پای کې ویلي چې دښمن ته تر لویو قضایاو تېرېدل د اسلامي امت د نور کمزورۍ سبب ګرځي، د ولسونو او حاکمانو تر منځ اړیکې خرابېږي او تاریخ به دا هیڅ هم هیر نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

د یهودو او دهغو پر ملګرو دي د الله جل شانه لعنتونه وئ خراب او برباد دي وئ امریکا او دهغو غلامان — قاتلهم الله تعالی قتالا شدیدا

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx