هرات؛ د حج او اوقافو رئیس په مرګوني برید کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): په هرات کې د دې ولایت د حج او اوقافو رییس سید محمد شیرزاد چې د عاشقانو د ورځې په نوم يې د نجونو او هلکانو اختلاط ناروا وباله، په مرګوني برید کې ټپي شوی دی.

هرات کې مدني فعالانو د محلي سندرغاړو په وسیله غوښتل دا ورځ «ولنټاین ډی» ونمانځي، خو د حج او اوقافو رییس دا غربي کلتور وباله او د اعلاميې په خپرولوسر يې په ډاګه وویل چې اسلام کې يې رېښه نشته.

مدني فعالانو هشت صبح ورځپاڼې ته ويلي، د حج او اوقافو د رییس دا فتوا دوی «د طالبانو تورې دورې ته ور ګرځوي.»

دا ورځ چې د میلادي کال د فبروري څورالسمې سره سمون خوري، تر تېرېدو يې دوه ورځې وروسته تېره ورځ د ښاغلي سید محمد شیرزاد پر موټر برید وشو او هغه پکې مرګونی ټپي شو.

خواله رسنیو کې د ډاکټرانو په کتنځي او د عکس اخیستلو په ماشین کې د هغه تصویرونه او لنډ ویډيو کلیپونه خپاره شوي دي، خو د هرات ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

sayad-m-sherzad۲

تصویر له خوا

د هرات چارواکو پر ښاغلي شیرزاد برید بې تبصرې پرېيښی او تر اوسه څرګنده نه ده، چې دا برید به چا کړی وي، خو خواله رسنیو کې له اسلامي ارزښتونو پر دفاع بوخت ځوانان دا کار د هرات د هغو مدني فعالانو بولي چې د «عاشقانو ورځې» د نمانځنې موډ يې د نوموړي پر فتوا خراب شوی دی.

عبدالحنان همت چې د سید محمد شیرزاد د ټپي کېدو خبر يې هم خپور کړی، پخپله تبصره کې لیکي: «په دې سیکولر حکومت کې که چا د دین او خپل کلتور په ګټه یوه خبره غوندي هم وکړه سبا به ویشتل کیږي، دلته یوازي ډمان، سیکولر او د هغوی پلویان دژوند کولو حق لري.»

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

الله متعال دي شفا‌ء کامله ورکړئ — اوس په کار ده چې د ډمانو او بي دینانو په مقابل کې ټول رښتینی مسلمانان راپورته سي او لاس سره یو کړئ

احسان محمود
غړی
احسان محمود

ښاغلي سید محمد شیرزاد ته ښه صحت غواړم ، خو : خبره دا ده ، چې هوښیار ډاکټر د مریض د مرض د علت علاج کوي ، د هغه په پلټنه او بیا يې په درملنه کې کوښښ کوي ، او نا کام ډاکټر بیا د اصل مرض لور ته ځان نه متوجه کوي ، بلکي د مرض پر جانبي عوارض باندي تمرکز کوي ، چې بالآخر نتیجه يې داشي ، چې د اصل مرض د شتون له امله سړی د مرګ له ګواښ سره مخ شي . محتر شیرزاد هم د اشغال چې د ټولو ناخوالو مور ده ،… نور لوستل »